1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نژدې ۱۵۰زره نور افغانان په هيواد کي دننه بې ځايه شوي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۲۴, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو د یوې ادارې د نوي رپوټ له مخې په افغانستان کې د روان میلادي کال له جنورۍ میاشتي تر جون میاشتي پورې ۱۴۹ زره کسان د جگړو له کبله له خپلو ټاټوبو څخه تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1JObY
انځور: DW/H. Sirat

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (او سي اچ اې) په خپل نوي رپوټ کې چې تیره شپه خپور شوی دی ویلي دي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۶م کال په لومړیو شپږو میاشتو کې جگړو ۱۴۹ زره خلک دې ته اړ کړي چې خپل کورونه پریږدي. د احصایې له مخې د بغلان ولایت په سر کې ځای لري.

په رپوټ کې راغلي دي چې یوازې د ډنډ غوري ولسوالۍ څخه په جون میاشتې کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جگړې له کبله ۷۰۰۰۰ تنه گاونډیو سیمو ته تښتیدلي دي. په رپوټ کې راغلي دي چې یو وخت دغلته ۲۸۰ زره انسانان بې کوره شوي ول.

د ملگرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ د دفتر په رپوټ کې دغه راز راغلي دي چې ملگري ملتونه د دغه انسانانو یوې مشخصي شمېرې ته لاس رسی نه لري.

رپوټ وړاندي کاږي چې د کور دننه بې ځایه شوو کسانو په ډله کې زیاتره بزگران دي چې د غلې او فصل د راټولو وخت یې له لاسه ورکړی دی، چې په راتلونکو میاشتو کې به د هغوی بقا له گواښ سره مخامخ کړي.

ملگرو ملتونو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه په ۲۹ ولایتونو کې په کور دننه بې ځایه شوي کډوال راجستر کړي دي.