1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نگورنو قره باغ کې لا نښتې ادامه لري

۱۳۹۵ فروردین ۱۶, دوشنبه

په اصل کې آذربایجان د یوه اوربند له پاره غږ کړی وو، خو په نگورنو قره باغ کې نښتې ادامه لري. اوس په باکو کې مشرتابه د قفقاز په دغه سیمه کې د تهاجمي عملیاتو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1IP69
انځور: Reuters/Photolure/V. Baghdasaryan

د آذربایجان د دفاع وزارت ویاند په باکو کې ویلي دي: «که چیرې د آرمنستان لمسون ادامه ولري، نو موږ به د جبهې په اوږدو کې پراخ عملیات پیل کړو او د خپلو ټولو وسلو څخه به کار واخلو.»

خو مخالف اړخ د نگورنو قره باغ دفاع وزارت پر آذربایجان باندې تور لگوي چې په تیرو ورځو کې یې د توغندیو، هاوان او ټانکونو بریدونو ته زور ورکړی دی. د هغوی په خبره لږ تر لږه ۳۰ عسکر او ملکي کسان د شنبې او یکشنبې په ورځو وژل شوي دي.

د یکشنبې په شپه بیا هم مرگ ژوبله رامنځ ته شوې ده. په باکو کې د دفاع وزارت د درو عسکرو د وژل کیدو خبره کوي چې د آرمنستان له ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي. د آذربایجان گاونډي جمهوریت آرمنستان د نگورنو قره باغ په پلویتوب جنگيږي. ځکه دغه سیمه چې د آذربایجان په دننه کې پرته ده، زیاتره اوسیدونکي یې آرمنیان دي.

د آرمنستان د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي دي د دغه هیواد پوځ په ډیرو ځایونو کې پرمختگ کړی او ځینې مواضع یې نیولي دي. خو باکو بیا دغه معلومات ردوي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو نگورنو قره باغ کې خونړۍ نښتې وشوې
د شنبې او یکشنبې په ورځو نگورنو قره باغ کې خونړۍ نښتې وشوېانځور: Reuters/V. Baghdasaryan/Photolure

په ویانا کې د کړکیچ په هکله خبرې اترې

په ۱۹۹۰م لسیزه کې د یوې خونړۍ جگړې وروسته نگورنو قره باغ خپلواکه اعلان شوی وو. خو دغه څه په نړیواله توگه په رسمیت و نه پيژندل شو او باکو د سیمي د ملکیت د ادعا پر سر ټینگ پاتې شو. په ۱۹۹۴م کال کې د رامنځ ته شوي یو اړخیز اوربند، چې تل ترې سرغړونه کیږي په اصطلاح د نگورنو قره باغ شخړې ته د پای ټکی کینښود.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (OSCE) په منځگړتوب د سولې خبرې اترې له کلونو راهیسې له ځنډ سره مخامخ دي. د سه شنبې د ورځې له پاره په ویانا کې یوه بیړنۍ غونډه په پام کې نیول شوې ده.