1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیبل: افریقايي ټولنه صومالیي کي مسولیت لري

۱۳۹۰ مرداد ۱۲, چهارشنبه

د المان د پراختيايي مرستو وزير د الماني تلويزيون «اې آر ډي» سره په مرکه کي ويلي چي د صوماليې د کړکېچ د سياسي حل تلاش د افريقايي هيوادونو د ټولنې په غاړه ده. هغه المانیانو ته ډاډ ورکړی چي مرستي یي ضرورتمندو کسانو ته رسیږي

https://p.dw.com/p/12A5s
د المان د پراختيايي مرستو وزير
د المان د پراختيايي مرستو وزيرانځور: picture-alliance/Eventpress Mueller-Stauffenberg

«اې آر ډي» سره په مرکي کي نيبل ویلي چي د لوږي د بحران سره د مخامخو ځینو هیوادونو سره مرستي شوي خو لا ډیر کار باید تر سره شي:

«کولی سم واوايم چي سيمي ته مرستي رسېدل پېل سوېدي. په زياته بيا کينيا او د هغه گاونډي هيوادونو ته. خو په صوماليه کي اوس هم وضعه د پخوا په شان کړکېچنه ده.»

د نیبل په وینا د صوماليې جنوبي برخي ته تر اوسه پوري لا يو دوامداره مرستندويه هوايي پول ندی قايمه سوی. دا هغه سیمه ده چیري چي المان څو پروژې پر مخ بيايي.

نیبل وایي دغي سیمي ته مرستي روسول ځکه ستونزمني دي چي د دغو سيمو واکمنه ډله الشباب تر يوې کچې د مرستو مخه نيسي.

نیبل دا خبره رد کړي چي د افریقا د لوږي بحران ته دي کومه پوځي لاره شتون ولري. هغه ویلي چي د ګړکیچ د ختمولو لپاره باید یوه سیاسي د حل لاره ولټول شي چي د افریقایی ټولني ډنده ده.

د نیبل په حواله المان د افریقايي ټولني سره یوازی د اضطراري حالت مرستي نه کوي بلکه دغه هیواد د افریقا سره اوږدمهاله پروژی او پلانونه هم لري:

«د 2009 مېلادي کال راهيسي موږ د کلو او بانډو د پرمختگ لپاره کار کوؤ. هغه پداسي حال کي چي دغه جوړښتونو ته په تيرو لسو او پنځلسو کالو کي لږ پاملرنه سوې وه.»

نيبل هغو کسانو ته چي په المان کي بسپنه ټولؤنکو غېر حکومتي ټولنو ته پيسې ورکوي هم ډاډ ورکړی چي د هغوي مرستي اصلي ضرورتمندو کسانو ته رسيږي.

«د کلنو کلنو راهيسي دغه ټولنې يو د بل سره د همکارۍ تجربه لري او د دې جوگه دي چي هلته مرسته ورسوي چيري چي ورته اړتيا وي.»

نیبل وايي چي د المان حکومت مرستي چي د المانيانو پر ماليو ولاړي وي د اړتيا سره سمي زياتي ندي او له همدې وجې د دې اړتيا سته چي الماني ملکيان مرستندويه ټولنو ته بسپنې ورکړي.

زونه وېرنر/احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش