1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیپال نور افغانستان ته کارگر نه استوي

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

نیپال پریکړه کړې ده چې افغانستان ته دي د کارگرو پر استولو باندي بندیز ولگول شي. دغه گام له هغه وروسته اخیستل کیږي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کې ۱۳ نیپاليان ووژل شول.

https://p.dw.com/p/1JCXJ
انځور: Reuters/M. Harooni

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې د نیپال حکومت ویلي دي چې په خطرناکو زونونو کې د نیپالي کار کوونکو خوندیتوب د دوی «لویه انديښنه» وه. زیاته شوې ده چې دوی به د خپلو هغو په زرونو اتباعو د بیرته راستنیدو په هکله غور وکړي چې په افغانستان کې کار کوي، خو په دې هکله کوم مهال ویش نه دی ورکړل شوی.

د نیپال د کار او استخدام وزارت ویاند گویندا ماني بورتل، ویلي دي: «حکومت پریکړه کړې ده چې افغانستان ته د کارگرو پر استولو باندي بندیز ولگول شوي.»

د وروستي برید د ۱۴ قربانیانو په ډله کې نیپالیان هم شامل ول چې د طالبانو ځانمرگي برید کوونکي هغه مهال د دوې موټر په نخښه کړې چې د کاناډا سفارت ته د کار کولو له پاره روان ول. د رپوټونو له مخې دغه نیپالیان د یوه امنیتي شرکت ساتونکي ول.

د نوموړي خبري آژانس د رپوټ له مخې رسمي ارقام ښيي چې اوسمهال ۳۳۰۰ نیپاليان په افغانستان کې د امنیتي ساتونکو په توگه کار کوي، خو په دې کي هغه کسان نه دي شامل چې د خلیجي هیوادونو له لاري سفر کوي او ښایي اصلي شمیر تر دې هم لوړ وي.

نیپال ترمخه لا خپل وگړي له دې څخه منع کړي دي چې سوریې، عراق او لیبیا ته د کار کولو له پاره ولاړ شي. خو د کارگرو د حقوقو ملاتړي وایي چې دغه بندیزونه په دغسې هیوادونو کې د نیپالیانو د کار د مخنیوي په برخه کې ډیر لږ اغیز لري.

په ۲۰۱۱م کال کې څلور نیپالي ساتونکي په مزار شریف کې د ملگرو ملتونو پر ودانۍ باندې د برید پر مهال وژل شوي ول.