1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نیکپا ښه وځلید، خو لوبه ئې بایلله

۱۳۹۱ مرداد ۱۹, پنجشنبه

د افغانستان د تکواندو ورزشکار روح الله نیکپا، د لندن د المپیک په لوبو کې خپله لومړی لوبه وګټله خو په دویمه لوبه کې ئې یوازې په یوې نمرې ماتې وخوړله. د هغه دویمه لوبه د ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، پر وړاندې وه.

https://p.dw.com/p/15nH0
انځور: picture-alliance/dpa

روح الله نیکپا، د ۲۰۱۲ کال د المپیک په سیالیو کې دوه لوبې وکړې چې د هغوی له ډلې څخه ئې یوه وگټله او دویمه ئې بایلله. نیکپاه خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو. د هغه دویمه لوبه له ایراني ورزشکار محمد باقري معتمد، سره وه چې یوازې د یوې نمرې په تفاوت ئې بایلله.

نیکپا پخپله دویمه لوبه کې هم ډیر ښه وځلید او د دریم روند تر پایه پورې ئې نمرې له خپل ایراني سیال سره مساوي وې. خو په څلورم روند کې د هغه ایراني حریف وتوانید چې یوه نمره تر لاسه کړي او په دې ترتیب سره د پنځو نمرو په لرلو د دې سیالۍ گټونکی شي. نیکپا هم په دې لوبه کې څلور نمرې وگټلې.

نیکپاه خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو.
نیکپاه خپله لومړۍ لوبه له پولندي ورزشکار میشل لونیفسکي، سره وکړه چې د ۱۲ نمرو په گټلو سره د دې لوبې گټونکی شو.انځور: AP

اوس په دې سیالیو کې د افغانستان یوازینی پاتې ورزشکار نصار احمد بهاوي دئ چې د شنبې په ورځ په خپلې لوبې تر سره کړي.

تر دې مخکې د افغانستان یوازینی د المپیک مډال لرونکي ورزشکار روح الله نیکپا، خپل پولندي حریف میشل لونیفسکي، ته د ۱۲ نمرو په ګټلو سره ماتې ورکړې وه. لونیفسکي په دې لوبه کې د پنځو نمرو په ګټلو توانیدلی وو. نیکپا د تکواندو د سیالیو د ۶۸ کیلو ګرام وزن لرونکو په ډله کې لوبه کولې.

ایراني ورزشکار محمد باقر معتمد، تر دې مخکې په لومړۍ مرحله کې د مرکزي افریقا ورزشکار ته د اوو امتیازونو په ګټلو سره ماتې وکړه.

دې ایراني ورزشکار په ۲۰۰۹ کال کې د تکواندو په نړیوالو سیالیو کې د سروزرو مډال گټلی وو. دغه لوبې په دنمارک کې تر سره شوې وې. هغه همداراز د اسیا په اتلولیو کې د سپینو زرو او د برونزو مډالونه هم گټلي دي.


د نیکپا د دواړو لوبو د لیدو له پاره ډیر شمیر افغانان او د هغه بهرني مینه وال لوبغالي ته راغلي ول.

مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض