1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هامبورګ ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ خرداد ۱۲, سه‌شنبه

هامبورګ تر ټولو لوی بندر، د ميډیا او رسنيواکثره شرکتونه،د ميلو او تفريح د پاره لوی لوی ځايونه، غټ غټ ګدامونه ،تر ټولوډيرهنری نمايشونه. دغه ټول صفات يې په ځان کی را ټول کړي دي...

https://p.dw.com/p/HtNJ
يوه کښتۍ د هامبورګ بندر ته د راتګ پرمهال
يوه کښتۍ د هامبورګ بندر ته د راتګ پرمهالانځور: AP

هامبورګ په جرمني کی دوهم کوچنی ايالت دی او لکه تر ټولو کوچنی ايالت بريمن یو دولتی ښار د جغرافيايی لحاظه دغه ښار د آلمان په شمال کی د اِلبی پر غاړه پروت دی.

هامبورګ دجرمني دوهم مهم غټ ښار دی ،او په دې ډول د آلمان په شمال کی يو اقتصادی او کلتوری مرکز بلل کیږي. په هامبورګ کښي د څه د پاسه یوسلو اتيا مليتونو او قومونو څخه، د یو اشاريه اوه ميليونو په شاوخوا کی انسانان ژوند کوي . دجرمنيانو تر څنګه هلته تُرکان،پوليندیان،صربيان او افغانان هم اوسيږي.

نړۍ ته دروازه

په هامبورګ کي د تفريح ځای
په هامبورګ کي د تفريح ځایانځور: dpa

هامبورګ د نړۍ ددروازې په نامه هم یادیږی . ددغه ښاربندر په اروپا کی دريم لوی بحري بندر دی چی پکښي د یو سلو پنځوسو زرو په شاوخواکی خلک کار کوي.که سړی هلته یو سير وکي نو ددغه بندر لويوالی او تجارتی اهمیت به ورمعلوم سي. اوس دغه بندر ته نژدې يوکوچنۍ ښارګوټی دجوړېدو په حال کی دی چی مغازې ، کورونه او د ښار کلتوری مرکز به پکښې وي .

د ښار په منځ کی د السترشټاو په نامه یو غټ مصنوعی د اوبو کاسه جوړ سوې ده، چی د الستر په نامه هم یاديږی او د دیدنی ځایو څخه حسابيږي.

همدارنګه د زاړه ښار په منځ کی ډير رودونه او کانالونه هم تيریږی چی دڅه دپاسه دوه زره پنځه سوه پُلونو په واسطه يې خپل شکل او توازن ساتلی دی.

د چلی هاوس او شپايشر شتت

دليدو وړ نورو ځايو تر څنګ ، د هغه ځای د ښاروالی ودانۍ یا راټ هاوس او د میشيل په نامه مشهوره کلیسا د هامبورګ د سمبول په نامه یاديږي. همدارنګه د چلی هاوس، د کونتور هاوس چی د کښتۍ په شکل جوړ سوی دی او شپايشر شتت چی څه د پاسه سل کاله پخوا جوړ سوی دی، په نړیواله سطحه د لویو لاګرونو قطارونه هم د هغه ځای دليدو وړ ځايونو کی شامل دي . تر ټولو ډير طبعاً د ريپر بان په نامه د تفريح ځای چی د ښار د سرو څراغونو د سيمی په نامه هم یاديږي.

موزیکال ښار

همدارنګه د غه ښاردکلتوری لحاظه هم غنی دی، هامبورګ دجرمني د موزيکال ښار په نامه هم یاديږی، څه د پاسه شل تياترونه ډول ډول پروګرامونه وړاندی کوي . د اوهن زورګ په نامه تياتر چی دجرمني د هنرمندانو د کور یا شاو شپیل هاوس په نامه یادیږی ، ډیر مشهوره دی .په دغه ودانۍ کی ددې د پاره کار کیږی چی د کښته آلمان ژبه د منځه ولاړه نه سی.

د نمايش په وخت کی هنرمندان یوازي د پلت دويچ په نامه ،لهجه کاروي. په ۱۶۷۸ کال کی دجرمني د اوپرا لومړنۍ عمومی ودانۍ په هامبورګ کی جوړه سوه. همدارنګه د هغه ځای په موزیمونو او ګالریو کی هم د هامبورګ د کلتور نخښې ژوندۍ دي.

دجرمني د ميډیا يارسنيومتروپول

نفوس : ۱،۷ ميليونه

مساحت : ۷۵۵ کیلومتره مکعب

ايالتي مرکز : هامبورګ

دجوړيدو نېټه : ۲۳،۵،۱۹۴۹

مهمه اقتصادي څانګه : تجارت اولوژستيک،د طیارو جوړول او رسنۍ هامبورګ د آلمان د رسنيو مرکز دی، د مثال په ډول د پوليت په نامه مشهوره مجله، د شپيګل په نامه مجله او د اونۍ اخبار چی ( دي څايت ) نوميږی ، هلته چاپيږي.

په دغه ځای کی ډیری لوی لوی چاپخانې او مطبوعاتی مؤسسې وجود لري. د مطبوعاتو په برخه کی هلته د۱۳۰ زرو په شاوخواکی انسانان کار کوي.

د هامبورګ ایالتي پارلمان د هامبورګ دحکومت مشر انتخابوي چی دی بیا د حکومت اعضاوی ټاکي..

ککاو ، قهوه او مصاله جات

د مختلفو هيوادو څخه د دیګ د مصالو بويان هوا ته پورته کيږي . د هامبورګ په فرای هافن کی د کوتيرل د شرکت د ګدام څخه مستقيماً، د ککاو خوش آينده بوی تر سږمو کیږي . دلته ککاو په ډير دقت سره تر کنترول لاندی نیول کيږی.

ککاو، قهوه او مصاله جات
ککاو، قهوه او مصاله جاتانځور: Franziska Drewes

ډکی ګونۍ اوبوجۍ تقریباً تر چته پوری اوډل سوی دی .دغه ګونۍد نايجيريا، د عاج د ساحل او اکوادور د ککاو د پلميټو څخه ډکی دی . يو ځوان چی ژيړبخن وريښتان لري او توربخنه دريشی يې اغوستې ده، د يوې غټې تختې مخ ته ولاړ دی.دی توماس کوتیرل نوميږی او ددغه شرکت مشر دی. دی په خپل يوه جلاداره نکلی سيخ باندی په امتحانی ډول، یوه ګونۍ سورۍ کوی.

د وينزويلا د ککاو پلميټ ددغه ۳۴ کلن په لاس کي راتوييږي. دی په ډېر احتیاط سره دغه پلميټ په لاس کی سره رااړوي او بيايې څو څو واره بويوي. توماس کوتيرل یو کوارتير دی ، په هامبورګ کی د۱۲۲کالو راهيسی دغه عنعنوی صنعت رواج لري .کوارتير هغه کار پوه دی چی د امريکا څخه وارد سوی مصاله جات، کنډوري،.قهوه او ککاو ذخيره او کنترولوي.

کنډوري ،قهوه ، ککاو او مصاله جات

توماس کوتيرل، تر ټولو ډيرککاو ته توجه کوي . د ککاو دانې په يوې لويی کانتينري کښتۍ کی هامبورګ ته راځي ،چی يوه هفته پر لاری وي.دغه اوږد سفر کيدای سی د ککاو پر دانو باندی خپل تاثيرات واچوي. توماس د هغه د بوی څخه لا پوهيږی چی ککاو تازه دی او که نه .که خراب بوی ورکي نو امکان لری چی په کانتينر کی يې خوله کړې وی .

بيا نو د ککاو دانې پوپنک وهی او په دې صورت کی باید،دی ښې او خرابی دانې سره جلا کي.

دهامبورګ په شپايشر شتت کی د کوارتير خلګ

د ککاو دانې
د ککاو دانېانځور: Franziska Drewes

د کوتيرل کورنۍ د هامبورګ د ډيرو پخوانيو کوارتيرانو څخه شميرل کيږي چی اوس لا هم ډېر فعاله دي. توماس کوتيرل موږ ته یو تور او سپين عکس راښيی او وایی چی دده ورنيکه هاری دوګان څنګه دغه کار شروع کړی ؤ.

دی په۱۸۹۰ کی د ليورپول څخه هامبورګ (هانزه شتت) ته راغی.په هغه وخت کی د لندن تر څنګ د هامبورګ بندرد مستعمره یی موادو دپاره یو مهم وارداتی بندر ؤ.لومړنيو کوارتيرانو دهامبورګ په شپايشر شتت کی ځانونه ټينګ کړل.اوس هم چی سل کاله د هغه وخت راهيسی تير دی د سرو پخو خښتو پر پنډو ديوالونو باندی ليکني ، سړي ته ډير پخوانی وختونه ور پيادوي.

د هغه وخت د کوارتير خلګو لکه آدولف تيده او « آیش هولز او کونزورتن» نومونه په طلايی خط پر ديوالونو باندی ليکل سوی دی .د وخت په تيريدو سره د کوارتير خلګ آزاد بندر ته راکوچيدلی دي .ځکه شپايشر شتت نور ورته کوچنی ؤ.

زړه فاميلی عنعنه

توماس کوتيرل دری کاله مخکی د خپل فاميلی شرکت مسؤوليت پر غاړه واخيستۍ.نن ورځ دی د څلويښتو کارکوونکو مشر دی . دی کله چی لا په مکتب کی ؤ ، غوښتل يی چی يوه ورځ يو کوارتير سي. دا کم جادوګري کار نه ؤ، بلکی يوه عادی مسلکی زده کړه وه. دغه ملی اقتصاد پوه وايی ،يوازی پر هغه چا باندی چی خپل شيان ګران وی ،کولای سی چی يو کوارتير سی.

خو توماس کوتيرل یو ښه پيژندل سوی کارپوه دی . دده ککاو ډير خوښ دی او خوند ورکوي چی د هغه بوی يې سږمې وتخنوي .دی په ډيره علاقه سره د ککاو چاکليټ (شکلات) خوري، او د ککاو د هغو دانو څخه به هم، چی اوس یې په ګدامو کی پرتې دي ، یو وخت ډیر ښه چاکليټ جوړ سي

د هامبورګ ځوان

کوتيرل خاندی او وايی، دده دپاره د افتخار ځای دی چی د خپل ورنيکه شرکت کارونه په راتلونکی کښي پرمخ بيايی .که څه هم دده پلار او نيکه د ليورپول څخه دي ، خو دی په خپله ځان يو اصلی هامبورګی ځوان بولي. پر ده باندی خپل ټاټوبۍ ډير ګران دی او لکه چی دی وايی هغه ډیر ښايسته او شين هم دی .اکثره وختونه دی د خپلی ميرمنی سره د البی د رود پر غاړه چکر وهی او يا پر بايسکل باندی د هغو کښتيانو سيل کوی چی په غټو چنګکانو پوری تړل کيږي .په ساعتوساعتو دی د هغو جرثقيلانو سیل کوی چی څنګه غټی کښتۍ د مځکی څخه راپورته کوي . دده اوبه ډېری خوښيږی او د هامبورګ بندر یې ډيرخوښ دی