1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هاګ : دکوزووداستقلال اعلانيدل سم کار ؤ

۱۳۸۹ مرداد ۱, جمعه

د هاګ د بين امللي جزايي محکمې د جلسې تر شروع کيدو دمخه د صربستان خارجه وزير ؤک يري ميک لا خبرداری ورکی ،چي که محکمه د کوزوو ملاتړ وکي ، نو به په ټوله دنيا کښي هيڅ سرحد او سيمه مطمينه پاته نسي

https://p.dw.com/p/OS9J
د هاګ د بين امللي جزايي محکمې قاضيان
د هاګ د بين امللي جزايي محکمې قاضيانانځور: dpa

خو د هاګ د بين امللي جزايي محکمې رييس هيساشي اُووادا بيا پرون ددغي خبري برعکس اعلان وکی ،اوواضح يې کړه ، چه د کوزوو موضوع يوه خاصه موضوع ده ، او نسي کيدلای هغه د نورو هيوادو د بيلتون غوښتونکو دپاره يو سرمشق وگرزي .

هغي پوښتني ته چه د محکمې قاضيانو بايد جواب ورکړی وای، داوه چي

،

«آيا د کوزوو دمؤقتي حکومت لخوا د استقلال يو جانبه اعلانيدل د بين امللي حقوقو سره توافق لري ؟ »

دا هغه پوښتنه وه ، چي ملګرو ملتو د صربستان په غوښتنه د هاګ دجزأ د بين امللي محکمې څخه کړې وه ، او ورته محکمې پرون په صراحت سره د هوکې جواب ورکی .

د هاګ بين امللي جزايي محکمه
د هاګ بين امللي جزايي محکمهانځور: Hanhil/by/sa

قاضيانو فيصله وکړه چي د 2008 کال په فبروری کښي د کوزوو داستقلال اعلانيدل نه يوازي د بين امللي حقوقو د پرنسپونو يو خلاف عمل نه دی ، بلکه هغه د ملګرو ملتو د 1244 لمبر پريکړه ليک خلاف عمل هم ندی .

ددغه پريکړه ليک پر اساس د 1999 کال په جون کښي په کوزوو کښي د ملګرو ملتو يوه مؤقتي اداره جوړه سوه .

د صربستان پر دغه جنوبي ولايت باندي دکوزوو د آزادي بخښونکي سازمان UCK او د يگوسلاويا د اردو تر منځ سخت جنگونه وسول . او کله چه د سولي غوښتني ونه منل سوې ، نو بيا د 1999 کال په شروع کښي ناټو مداخله وکړه .

NO FLASH Kosovo ist Serbien Graffiti
انځور: AP

د ملګرو ملتو په 1244 لمبر پريکړه ليک کښي مگر د هغه وخت يگوسلاويا ته پر خپله خاوره باندي د تماميت حق ورکول سوی ؤ . د همدغه دليل پر اساس هميشه ددې ادعا کيدل ، چه کوزوو اجازه نلري ، استقلال اعلان کي . خو په هاګ کښي د محکمې قاضيانو دغه ماده بل ډول تعبير کړه ، اووايي چه د ملګرو ملتو په پريکړه ليک کښي ندي راغلي ، چه کوزوو د استقلال داعلانيدو اجازه نلري .

Jugoslawien Kosovo Serbien Geschichte Unruhen in Mitrovica
انځور: AP

د هاګ دجزأ يي محکمې اوسنی فيصله الزامي شکل نلري . خو گرده نړی د هغې فيصلې ته په هيجان سره انتظار کاوه .

69 هيوادو، د هغې جملې څخه د امريکا متحده ايالاتو، او د اروپايي ټولني 22 هيوادو د کوزوو استقلال په رسميت پيژندلی دی .

د اروپايي ټولني 5 غړو هيوادو ،لکه هسپانيې ، يونان او قبرس ، او همدارنگه چين او روسيې بيا هغه په رسميت ندی پيژندلی .

کاترين /محمد قاسم نوري

کتونکی : فضلي