هجرت او د ژمي له راتگ څخه ویره
سربیره پر دې چی هوا مخ په سړېدو ده خو بیا هم اروپا ته ډیر مهاجر راروان دي. اوس نو د هغوی له پاره په عاجل ډول تودې سرپناوي هم برابریږي. د سلو زرو په شاوخوا کي کډوالو له پاره د تودو سرپناوو جوړول په پلان کی نیول سوي دي.
هیواد (آلمان) ته ژمی راروان دی
که څه هم تر اوسه پوري په آلمان کي ژمی سم نه دی پیل سوی، خود بالکان د لاري راغلي مهاجر د خپل سفر په ترڅ کي ډیري سړې ورځي او شپې تیري کړي. په داسي حال کي چي د ورځي د تودوښي درجه تر لسو درجو پورته وي، خو د شپې له خوا بیا د آلمان او اطریش ترمنځ سرحد کي هوا ډیره سړه وي.
په مؤقتي ډول د ځانونو گرمول
کډوالو د یوه نژدې ځنگله څخه لرگي راوړي او ځان ته یې اور بل کړی دی. برعکس د هغو ۶۰ زرو مهاجرو چی په ۲۰۱۵ کال کي یې په اطریش کی پناهندگي ورکړې، دغه مهاجر بیا غواړي چي آلمان ته ولاړ سي. د دې له پاره چی دا ډول صحنې تکرار نه سي، د بالکان پر لاره باندي د سلو زرو مهاجرو له پاره ترانزیتي مرکزونه جوړیږي چي ۵۰۰۰ به یې په اطریش کي وي.
خیمې د سرحدي استوگنځایونو په توگه
د جمعې (د ۲۰۱۵م د اکتوبر۳۰مه نېټه) راهیسي د آلمان او اطریش ترمنځ سرحد کي په يو ساعت کي يوازي ۵۰ تنه مهاجر اجازه لري چي له دغې لاري تیر سي. دغه ډول تدابیر به د هغوی د لا ښه ثبتولو د بهیر سره مرسته وکړي. د اطریش په کولرشلاگ سیمه کي یوه درول سوې خیمه د یخني څخه د کډوالو ساتنه کوي. په نوموړې خیمه کی د تودیدو امکانات سته او د زرو تنو مهاجرو له پاره ځای لري.
په سرحد کي د کډوالو انتظار
دا چي ايا د آلمان او اطریش ترمنځ د موافقې پر اساس به په رشتيا هم په ساعت کي۵۰ مهاجرو ته د تیریدو اجازه ورکول کیږي، هغه لا معلومه نه ده. د اطریش او آلمان ترمنځ سرحد کی درول سوي خیمې ډیرې ډکي دي. د کوفشتاین او کولرشلاگ سیمو، هرې یوې کي، څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه کډوال انتظار باسي تر څو آلمان ته د راتگ له پاره اجازه تر لاسه کړي.
د بالکان په هیوادونو کي ناوړه شرایط
د بالکان هیوادونه بیا د کډوالو له پاره د ژمني سرپناوو په جوړولو کي د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. د سلواینا په ریگونس کي په تیرو ورځو کي زیاتره کډوال مجبور وه چي دباندي په یخ او باران کي انتظار وباسي. په سلوانیا کي اکثره سرپناوي په ژمنیو وسایلو سمبالي نه دي. د بالکان په نورو هیوادونو کي هم شرایط تر دې بهتره نه دي.
د اِژه سمندرگي له لاري خطرناکه سفر
په یونان کي د لیسبوس ټاپو د ډیرو کډوالو له پاره لومړنی هدف وي. په اوس وخت کي د اِژه د سمندرگي د اوبو حرارت ۲۰ درجو ته رسیدلی چي د کال تر پایه به ۱۷ تردجې ته راکښته سي. کله چی هوا سړه سي نو قاچاقبران هم د کدوالو د انتقال له پاره خپل قیمتونه راټیټوي. د دویچه ویلي د خبریالي اومیرا جیل په حواله په دې ډول به لا نور کډوال هم راسي.
د آلمان په نیدرزاکسن ايالت کي تودې خیمې
د آلمان چارواکي او سیاستوال، په خیمو کي د کډوالو ځای پر ځای کول د مؤقتي حل له پاره یوه عاجله لاره بولي. خو هغه د دوبي له پاره په پام کی نیول سوې وه. اوس نو په ژمي کي هم ډیری کډوال مجبور دي په همدغو خیمو کی پاته سي. د بلی خوا لکه دلته د نیدرزاکسن په یوه کمپ کي، ټولي خیمې نه سي کیدای چی تودې وساتل سي.
وژونکې یخني
نه یوازي په اروپا کي کډوال د سخت ژمي د راتگ څخه په بیره کي دي بلکه په نورو هيوادونو کي هم. په لبنان کي بیا نژدې ۲۰۰ زره کسان د بیکا د غرونو په لمن کي په پلاستیکي مؤقتي سرپناوو کي شپې او ورځي تیروي. په تیر ژمي کي هم دغه کسان د سختي واوري او یخني څخه وکړیدل. د نوموړې سیمي خاوندان کډوالو ته له دې بیري چي دوی هلته د ډیر وخت له پاره پاته نه سي، د مقاوموخیمو د ورکولو څخه ډډه کوي.