1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات ته د گازو نل ليکه غځول کيږي

۱۳۹۰ مهر ۱۳, چهارشنبه

د هرات چارواکي وايي، چي د ګاونډي هيواد ترکمنستان سره د داسي يوې پروژي پر تړون هوکړي ته سره رسيدلي، چي له مخي به يي د ترکمنستان څخه هغه ولايت ته د ګازو يوه نل ليکه و غځول سي.

https://p.dw.com/p/12lli
د گازو نل ليکه
د گازو نل ليکهانځور: DW

د هرات د والي وياند محي الدين نوري د دويچه ويله پښتو ويب پاني سره په خبرو کي زياته کړه، د مقدماتي چارو تر بشپړيدو وروسته به يي د پروژې عملي چاري د خصوصي سکتور له لاري پيل سي.

نوري وايي ددې نل ليکي په غځېدو سره به څو عمده ستونزي حل سي:

« په صنعتي ښارګوټي کي د ګارزو کارونه لومړي موخه ده. بل د بريښنا په پرتله ګاز ارزانه تماميږي، د چاپريال پاک ساتل مو بل هدف دي، چي نور به خلک د سون لپاره لرګي او نور شيان نه دودوي. او بله دا چي ګاز ۵۰ سلنه تربريښنا او نورو سون توکو څخه اقتصادي دی، په استعمال سره به يي زمونږ اقتصاد پرمخ لاړسي»

د هرات د والي وياند وويل د پروژې په لومړيو مرحلو کي، پرمختګ سوی دی، د ترکمنستان د نفتو ګاز وزير، او هرات کي د ترکمنستان سرقنسل يي وړانديز منلی، افغان ولسمشر حامد کرزي، ته يې غوښتنليک تللی ترلاسليک وروسته به يې عملي چاري د شخصي سکتور په زريعه عملاً پيل سي.

هرات د افغانستان په لوديزکي يو له هغو ولاياتو څخه دی، چي د دوو ګاونډيو هيوادونو ترکمنستان او ايران سره ګډه پوله او سوداګريزه بندرونه لري، ځکه نو ګڼه خلک يي د سوداګرۍ په چارو بوخت او د هيواد د څه نورو سيمو په پرتله پرمختللی اقتصاد لري.

په دغه ښار کي د نږدې درې نيم سوه بيلابيلو صنعتي فاريکو په شتون سره د سون توکي ډيري کاروني خلکو ته د سهولتونو ترڅنګ د چاپيريال د خرابۍ، او بريښنا د کمزورۍ ستونزي راپيداکړي.

هرات ښاريان ددې خبر په اوريدو سره ډيره خوښي ښيي. دوی د دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په دې وروستيو کي د ژوند نږدې ډيري اړتياوي د بريښنا په زريعه پر مخ ځي خو د فابريکو د ډيروالي له کبله بريښنا ډيره کمزورې او د کار اخستني نه وي.

« دا به زموږ دپاره ډيره ښه خبره وي، چي په کور کي گاز ولرو او خپلي ټولي اړتياوي ددې لاري پوره کړو. تاسي وگوري په ښارکي هوا څومره ککړه ده، دا ټوله د جنراترونو له لاسه.»

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل