1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات له ايران سره د ريل له لارې وصل کېږی

۱۳۸۷ بهمن ۲۳, چهارشنبه

دولتی مسولین وایی له ایران نه هرات ته د راغځیدونکی ریل پټلی کار98 فیصده بشپړاو را روان لمریزکال کی به ګټی اخیستنی ته چمتوشی.

https://p.dw.com/p/Grjv

د دغی پروژی لګښت 75 ملیونه امریکایی ډالره دی او د ایران اسلامی جمهوریت له خواترسره کیږی نورحال به زمونږدهمکارشریف شرفیار راپورکی واوری.

انجنیرحبیب الله تیموری دهرات دفوایدعامی ریس په یوه ځانګړی مرکه کی دویچه ویلی المان راډیوته وویل له ایران نه دریل ګاډی پټلی دراغځیدوکارنژدی بشپړاوراتلونکی هجری لمریزکال کی به ګټی اخیستنی ته چمتوشی«لکه څنګه چه زمونږښاریان په جریان کی دایران سنګانونه دریل پټلی کارددری تمځایونوپه جوړولوسره نږدی 98 فیصده بشپړشوی دی» دریل داترټولولویه اولومړی پروژه ده چه دایران له سنګانوسیمی یی کارپه 1381 هجری لمریزکال پیل 65 کيلومتره دافغانستان خاوره کی تراوسه راغځیدلی مالی لګښت یی دایران اسلامی جمهوریت له بیلاعوضه مرستونه اجراکیږی«تیموری وایی دپروژی له کاروکیفیت نه خوښ یم مالی له ګښت یی 75 ملیونه امریکایی ډالره شوی دایران بیلاعوضه کومک دی»

دفوایدعامی ریس زیاته کړه دکارپه مهال دسمی خلکوهراړخیزه مرسته ورسره کړی داسی کومه امنیتی ستونځه نده راپیداشوی چه دکارپه وړاندی خنډشی.

ددغی پروژی داهمیت په اړوندمی داړونده چارویوه کارپوه انجنیرسیدنعیم قتالی نظروپوښت ګټوره یی وبلله

«ترکومه ځایه چه دغه پروژه ماله نږدی کتلی موادیی ښه کیفیت لری اوپه جوړیدوبه یی دافغانستان سوداګری پراخه اودسوداګری توکووړوراوړوکی به اسانتیاوی رامنځ ته شی جنس به دکمرک اوسرحدکی خوندی وی»

د ریل په دغه سړک 200 پلچکونه اود څلورسوه متره په اوږوالی یولوی پل تړل شوی دی کومه برخه چه ایران پوری یی اړه لرله کاریی نږدی بشپړخو51 کلومتره پاته کارچه دهرات نوی ګرک سره یی وتړی دافغانستان دولت مسولیت دی تیموری وایی دفوایدعامی وزارت له خواه یی دکاردپیل هڅی جریان لری

«ښاغلی وزیرصاحب چه راغلی وه ویویل ددغی پروژی لپار ه مرستی راجلبوی هیله شته چه دکال له سره به یی ګاپیل شی»

هرات دتورغونډی بندرکی ترکمستان سره هم دریل ګاډی په پتلی جوړولوتیرکال وتړل شوچه دهغی پروژی لګښت ترکمنستان په غاړه لاره اودنوی پټلی په وسل سره دفوایدعامی ریس وایی یواځی ایران نه بلکی له نړی سره دریل په دغه پټلی وسل شی«

افغانستان کی که څه هم په ښکاره ډول د ریل هڅه نوی خوپه حقیقت کی 70 کاله وړاندی د امیرامان الله خان پاچاهی په مهال کابل کی له تیمورشاهی نومی ځای نه بیا تر درالامان پوری پنځه کيلومتری د ریل پټلی جوړیدو سره ریل ګاډی تګ راتک کاوه ځینی برخی یی وروستی جګړوکی تخریب خو اثار یی لاهم پاته دی.