1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: چاودنې 11 انسانانو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۰ شهریور ۴, جمعه

په هرات ښار کي د جمعې په غرمه چاودنه وشوه. که څه هم پیښه د قوماندانۍ مخته رامنځته شوه خو دولتي مامورین او روغتون وایي چه 11 تنه قربانیان یی ملکیان دي

https://p.dw.com/p/12O1G
آرشيف انځور
آرشيف انځورانځور: DW

 په داسی حال کي چي افغانستان په ځانګړي ډول هرات کي مسلمانان د خوښۍ تر ټولو غوره ورځي اختر ته تیاری نیسي په دغه ښار کي یو ځل بیا د مین په چاودنه کي 11 تنو په مرګ ژوبله عام وګړی د غم په ټغر کینول.

پیښه دقیقا د له غرمې مخکي د افغانستان په وخت د لس بحو په مهال د هرات د امنیه قوماندانۍ مخ ته رامنځ ته سوه. بم د سړک پر غاړه په یوه واله کي پټ کړل شوی ؤ.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د جنایي چارو مدیر سمونوال غلام فاروق کوهستاني د پیښي په ځای کي خبریالانوته وویل 7 تنه عام وګړی په پېښه کي ټپیان سوي او یوه میرمنه ووژل شوې ده:

« د وطن دُښمانو په د غو مبارکو ورځو کي یو ځل بیا خپله توره څهره څرګنده او په چاودنه یې یوه میرمن مړه او 7 تنه عام وګړي ټپیان کړل.»

بل خوا د هرات د حوزوي روغتون د عاجلې څانګي مسئول ډاکټر برکت الله محمدي روغتون ته د پیښی له ځایه د 10 تنو د ټپیانو د ور وړلو او د یوه تن د وژنې خبر ورکړی دی. هغه زیاته کړې چي وژل شوې یوه میرمن ده او نور ټپیان هم عام ښاریان دي چي د دوه تنو روغتیایي حال یې نازک وښوده.

چاودنې په داسی مهال د هرات ښار ته ټکان ورکړ چي دلته ګنه خلک روژه په خوله او د کمکي اختر د خوښۍ لپاره تیاری نیسي. ځکه نو بازارونه ډک، او ډیری وګړي په بازار کي ښکاري.

هغو یو شمیر ښاریانو چه دویچه ویله راډیو ته خبري وکړې پیښه یې ظالمانه وبلله او پر عاملینو یې بد وویل. د پیښي مسؤلیت چا په غاړه ندی اخيستی.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: احمدولي اڅکزی