1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هره ورځ ٨ افغانی ماشومان ياژوبليږی يا وژل کيږی

حسن بری۱۳۸۴ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

دطالبانودحکومت له نسکوريدونه څه کم څلورکلونه وروسته هم دافغانی کورنيولويه برخه دبیوزلۍ او بيکارۍ له امله ځوريږی. تردوولسيزولااږدوجگړو، افغانستان په يوه وران هيوادبدل کړ. په زرگونوکلی په دښتوبدل شول اوحتی روغتونونه اوښوونځی لا وران کړل شول.

https://p.dw.com/p/DMs9
انځور: dpa
د يونيسف دراپورله مخی همدااوس ٥٠٠٠٠ ماشومان يوازی دکابل په ښارکی دسړک پرغاړه کارکوی او هره ورځ په افغانستان کی ٨ تنه ماشومان دماينونواونوروچاوديدونکوتوکوله کبله ياسخت ژوبليږی اویاهم مړه کيږی. دډيرسخت ژوبليدوله کبله تراوسه د ٣٥٠٠٠٠ تنوماشومانولاسونه ياپښې غوڅ کړل شويدی.