1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر اتم آلمانۍ په غريبۍ کې ژوند کوی

Kinkartz, Sabine DW Berlin۱۳۸۷ اردیبهشت ۳۱, سه‌شنبه

په جرمني کښي هر اتم جرمنی غريب دی ، او ۱۳ فيصده نور د اجتماعي کومکو لکه د بيکارۍ ، کور او يا کوچنيانو دپاره د پيسو د ورکولو پواسطه د فقر څخه راګرځيدلي دي .

https://p.dw.com/p/E32f
په آلمان کې يو گدايي گر
په آلمان کې يو گدايي گرانځور: AP

 په عين حال کښي د ښه عايد لرونکو کسانوعايدات نور هم ډیر سوي دي ، چه پدې ډول د ماړه او غريب تر منځ فاصله نوره هم ډيره سوې ده . دا د جرمني د حکومت د غربت او ثروت دريم رپوټ دی ، چه په حقيقت کښي يوازي د کار د مسودې په نامه وړاندي سوې ده . خو دهغه په اهميت د سوسيال دموکراټ د ګوند عمومي منشي هوبيرتوس هایل هم ښه پوهيږي .

«موږ بايد پوه سو چه په جرمني کښي د غربت نوی ډول موجود دی . دغه فقر او غربت نسبي دی ، چه زموږ د جامعې مطابق دی ، او هغه د وروسته پاته  يا مخ پر ودي هيوادو سره نه مقايسه کيږي . دا څو اړخيزه فقر دی ، چي د يوې خوا مادي فقر دی ،او د بلي خوا معنوي . دا پدې معنی چه هغو ته نور د زده کړي او تحصيل چانس او همدارنګه د کار پيداکيدو امکانات نه برابريږي . » 

د اروپايي ټولني د تعريف پر اساس غريب هغه څوک دی ، چه يو نفر چه يوازي ژوند کوي ، او د متوسط عايددر لودونکو کسانو څخه تر ۶۰  فيصده کم  عايد ولري ، يعني  ۷۸۱ ايرو خالص عايد ولري . ځکه نو سوسيال دموکراټ  ګوند د ژوند کولو دپاره د لږ تر لږه عايد سرحد تعينول غواړي . خو هغه دده اييتلافي ګوند مسيحي ديموکرات ردوي .

مسيحي ديموکرات  ګوندوايي چه د لږ تر لږه معاش تعينول ، د کار ځايونه له منځه وړي ،او د فقر په مقابل کي بايد یوازي د کار د ځايونو په پيداکولو سره مبارزه وسي . په عین حال کښي په مسيحي ديموکرات  ګوند کښي هغه ډله ډيريږي ، چه غواړي ماليات کم سي . ځکه چه د ډيرو مالياتو پواسطه  نه یوازي  لږ عايد لرونکو، بلکه متوسط عايد لرونکو هم تر فشار لاندي راځي . د جرمني د مصرف کونکو دچارو وزير هورست زې هوفر ډاډه دی ،چه په مالياتو کښي به آسانتياوي رامنځته سي :

« موږ په راتلونکي کال کښي د کوچنيانو پر موضوع خبري کوو . ځکه څوک چي کوچنيان لري ، بايد د ډيرو ماليو د ورکولو څخه خلاص سي . دوهم دهغو کسانو دپاره ماليات راکم کو چه موټرانو ته مجبوره دي ، او اوس تيل او بنزين ګران سوي دي ، او نسي کولای خپلو کارو ته په ښه ډول رسيدګي وکي . »

خو د سوسيال دموکراټانو ، زرغونيانو او چپيانو په عقيده بيا دا د غربت سره هيڅ کومک نه کوي ، ځکه چه غريبان خو هيڅ ماليه نه ورکوي ، او ځکه نو غواړي چه دولت د غريبانو سره نور کومک هم وکي .

زرغونيان غواړي چه د بيکارانو پيسې يو پر څلرمه برخه لوړي ، يعني ۴۲۰ ايرو ته په مياشت کښي لوړي سي . سربيره پر دې هغه کسان چه لږ عايدات  لري ، د اجتماعي کومک د يوې برخي د ورکولو څخه خلاص سي . چپيان بيا غواړي چه د سرمايه دارانو دپاره پر سرمايه باندي خاصه ماليه وضع سي . د نوي رپوټ پر اساس ثروتمند هغه څوک دی ، چه که يوازي ژوند کوي ۳۴۱۸ ايرو خالص عايد ولري ، او يا ددوو کوچنيانواو ماندينې سره د مياشتي تر ۷۱۷۸ ايرو اضافه خالص عايد ولري .

پر ۲۵ د جون بايد د جرمني په کابينه کښي د فقر او ثروت دنوي رپوټ په باب جر وبحث وسي ، او تر هغه وروسته به رسمآ نشر سي . خو ترهغه وخته پوري بايد وزيران او حکومتي اييتلاف خپل نظرونه ورکي .