1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر دريم امريکايي يوه وسله لري

dpa/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ تیر ۹, سه‌شنبه

يوه نوې څېړنه ښيي چي ډير امريکايان د وسلو وږي دي. په امريکا متحدو ايالاتو کي هر دريم وگړی وسله لري. يوازي په ۲۰۱۳م کال کي نزدې ۳۳۰۰۰ انسانان په دغه هيواد کي ويشتل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1Fpub
انځور: picture alliance/AP Photo/Greeley Tribune/J.Polson

امریکايي مجله «injury Prevention» په يوه څېړنه کي دې نتېجې ته رسېدلې ده چي د امريکا د قانوني سن د وگړو نزدې ۲۹ سلنه ئې لږ تر لږه يوه وسله لري.

د څېړني له مخي د دغو کسانو ډېره برخه هغه سپين پوستي نارينه دي چي ۵۵ کلنۍ ته رسېدلي دي.

په نيويارک کي د کولمبيا پوهنتون د څېړونکو د شمېرو له مخي يوازي په ۲۰۱۳م کال کي په دغه هيواد کي ۳۳۶۳۶ انسانان ويشتل سوي دي او ۸۴۲۵۸ نور په وسلو ټپيان سوي دي.

آټکل کيږي چي په امریکا متحدو ايالاتو کي نزدې۳۰۰ ميليونه وسلې په کورونو کي فعاله ساتل کيږي.

څېړونکو دغه معلومات د هغي نظر پوښتني پر اساس راټول کړي دي چي پکښې نزدې ۴۰۰۰ امریکايي وگړي چي ۱۸ کلنۍ ته رسېدلي دي پوښتل سوي دي.

د دغو ځوانانو ډېری ويلي دي چي وسله لرل ئې د ژوند يوه برخه گرځېدلې ده. د کولمبيا پوهنتون څېړونکی بيندو کاليزان ليکي چي تيرو څېړونو وښووله چي په امريکا کي ډېره مرگ ژوبله د وسلو له کبله رامنځ ته کيږي.

د دغي څېړني له مخي د امریکا په يو شمېر ايالاتونو کي د وسلو په برخه کي د پام وړ توپير سته. د ديلاواري ايالت د هغو اوسېدونکو چي عمرونه ئې ۱۸ کلنۍ ته رسېدلي په سلو کي ۶ سلنه وسلې لري، خو په آلاسکا ايالت کي بيا د ځوانانو په سلو کي ۶۲ سلنه ئې وسلې لري.

د وسلو کاروباريان هيڅ جوړجياړي ته تيار نه دي

په امریکا کي د وسلو قانون، ټولنه پر دوو برخو وېشي. په دغه هيواد کي تر هري وسله والي خونړۍ پيښي وروسته د وسلو د سخت قانون د پلي کولو پر سر بحثونه راپورته کيږي خو په پای کي بيرته ټول پر زاړه حالت پاته سي.

د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر بارک اوباما تر اوسه په دې نه دی توانېدلی چي پر وسلو باندي د سخت قانون پلي کولو له پاره په کانگرس کي رايي تر لاسه کړي. په دې برخه کي ئې په ځانگړې توگه جمهوريت غوښتونکي مخالفت کوي.

په دغه هيواد کي د توپک د ملي انجمن (NRA) د وسلو کاروباريان په کورونو کي وسله ساتل د دغه هيواد يو دود بولي او وايي چي په دې برخه کي هر ډول اصلاحات به پر مدني آزادۍ باندي يرغل وي.

د امريکا په اساسي قانون کي د دغه هيواد وگړو ته د وسلو لرلو حق ورکړل سوی دي. د ۱۷۹۱م کال په دوهمه مصوبه کي راغلي دي «يوې ښې سازمان سوي ډلي ته په کتو سره د يوه آزاد هيواد د امنيت ساتلو له پاره ئې وگړي د وسلو حق لرل ضروري دئ چي وسلې ولري او له ځانه سره وگرځوي.»

د امريکا متحدو ايالاتو ستره محکمه د اساسي قانون دغي مادې ته د ټولو امريکايانو د بسټيز حق په سترگه گوري.