1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هر دريم امریکايي له مالي ستونزو سره مخ دی»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۰, شنبه

په ټوله کې، د امریکایانو د ژوند حالت څه نا څه ښه شوی. د يوې سروې ۷۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی ښه ژوند لري او مالي مشکل هم نه لري. دا په داسي حال کي چي هر دريم امريکايي مالي ستونزي لري.

https://p.dw.com/p/2dHO5
Symbolbild Schuhgeschäft
انځور: picture alliance/blickwinkel/Blinkcatcher

د امریکا مرکزي بانک یا «فیدرل ریزرف» د امریکايي اتباعو په هکله د یوې تازه سروې په ترسره کولو سره دا روښانه کړې چې د امریکايانو دریمه برخه له سختو مالي ستونزو څخه لیري نه دي. دا په داسې حال کې چې، په دې هیواد کې د بې کارۍ کچه هم ترپخوا ټیټه ده.

د امریکا د مرکزي بانک دغه سروې همدا راز ښيي چې د امریکا ۷۳ میلیونه بالغو کسانو چې ۳۰ سلنه تشکیلوي ویلي چې د دوی مالي حالت ستونزمن دی. سروې همدا راز زیاتوي چې د مالي ستونزو کچه د سپین پوستانو په پرتله د هسپانویانو او تور پوستانو په سیمو کې لوړ ده.

د امریکا مرکزي بانک د خلکو د حالت د کلنۍ ارزونې په دې سروې کې همدا راز ویلي: «د بالغو کسانو ډیره برخه د ورځني لګښتونو له ستونزو سره لاس او ګریوان دي.»

دغه بانک همدا راز ټینګار کوي چې د روغتیايي خدمتونو لوړیدونکې بیې هم د هر امریکايي په ژوند اغیز کړی او زیاتوي چې ۱۰ سلنه کسان چې ۲۴ میلیونه وګړي کیږي، د تیر کال په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو له پاره پور ترلاسه کړی دی.

د زده کړې لوړې بیې

سروې همدا راز زیاتوي چې د لوړو زده کړو لوړې بیې هم یوه بله مهمه ستونزه ده او وايي چې له نیمايي څخه زیاتو امریکايي وګړو چې کالج ته تللي، د زده کړې له پاره یې پور ترلاسه کړی دی.

تر دې مخکې په ۲۰۱۳م کال کې ترسره شوې ورته سروې کې ویل شوي وو چې د امریکا متحده ایالاتو ۵۰ سلنه بالغ کسان د بیړنۍ اړتیا په وخت کې د ۴۰۰ ډالرو د پیدا کولو وړتیا نه لري. دوی ویلي وو چې چې د دې کار له پاره اړ دي چې خپل یو څه د پیسو په بدل کې وپلوري او یا هم له چا څخه پور ترلاسه کړي. د سږ کال په دې سروې کې دغه شمیر بیا ۴۴ سلنه ته را ټيټ شوی دی.

په ټوله کې، د امریکایانو د ژوند حالت څه نا څه ښه شوی. د یادې سروې ۷۰ سلنه ګډونوالو ویلي چې دوی ښه ژوند لري او مالي مشکل هم نه لري. د دغه ډول کسانو شمیر په ۲۰۱۳م کال کې ۶۲ سلنه او په ۲۰۱۵م کال کې ۶۹ سلنه ښوول شوی وو.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):