1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هر څه د بخښنې په غوښتلو پورې تړلي وه»

۱۳۹۱ تیر ۱۶, جمعه

په واشنگټن کې د پاکستان سفیرې ویلي دي چې امریکا او پاکستان د اکمالاتي لارې د پرانیستلو پر سر موافقې ته تر رسیدو وروسته د امنیتي همکاریو، ترهگرو له خوا د گواښونو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه له یو بل سره خبرې پیلوي.

https://p.dw.com/p/15SBW
انځور: DW

پاکستان هغه وخت د ناټو د اکمالاتي قطارونو پر مخ خپله پوله وتړله چې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول. د نوموړې لارې د پرانیستلو پریکړه له هغه وروسته وشوه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د نوموړې پیښې له امله د تیلیفون پر کرښه له خپلې پاکستانۍ سیالې څخه بخښنه وغوښته. دا د پاکستان هغه غوښتنه وه چې په تیرو څو میاشتو کې ئې له متحده ایالاتو څخه په وار وار کړې وه. خو متحده ایالاتو تر دې وړاندې دغه غوښتنه نه وه منلې.

په واشنگټن کې د متحده ایالاتو سفیرې شیري رحمان، د رویترز خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې هغه فکر کوي چې د پولې له پرانیستلو سره د پاکستان او امریکا تر منځ د ډیرو نورو شخړیزو موضوعاتو پر سر د خبرو اترو له پاره لاره پرانیستل شوه. د هغې په وینا د دواړو هیوادونو پر وړاندې یوه اوږده لاره پرته ده.

له هغه وروسته چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلرې کلنټن د تیلفون پر کرښه له حنا رباني کهر څخه د سرتیرو د وژلو له امله بخښنه وغوښته، پاکستاني چارواکو هم په تیرو اوو میاشتو کې د لومړي ځل له پاره هغو لاریو ته چې پکښې د ناټو اکمالات بار ول د پاکستان له پولې څخه افغانستان ته د اوښتو اجازه ورکړه.

که چیرې ناټو خپل اکمالات له نورو لارو څخه افغانستان ته لیږدولي وای نو پر هغې باندې د پاکستان د اکمالاتي لارې په پرتله دوه نیم وارې زیات لگښت راتلئ . شیري رحمان په خپلو خبرو کې وویل چې دا هیڅکله د چنې وهلو یا د پیسو مسئله نه وه.

هغې زیاته کړه چې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو د وژلو پېښي د پاکستان د خلکو قهر راپارولی وو او پر دې سربیره د عامه خلکو تر منځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه هم یوه شخړه ییزه موضوع ده.

د شیري رحمان په وینا د القاعدې شبکې زیاتره برخه د پاکستان د همکارې په ترڅ کې له منځه تللې ده او پاکستان به خپلو دغو هڅو ته ادامه ورکړي. د هغې په خبره له هغو یاغیانو سره جگړه د پوځ په لومړیتوب کې راځي چې هغوی د پاکستان امنیتي ځواکونه او ملکي وگړي په نخښه کوي.

شیري رحمان وویل چې که په افغانستان کې د ناټو پروژه له ناکامي سره مخامخ شي نو دا به د پاکستان له پاره هم ناوړه پایلې ولري. ځکه چې په افغانستان کې ناامنۍ پاکستان هم بې ثباته کولای شي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش