1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هر څوک له لوږې سره په مبارزې کې برخه اخیستی شي

سید ریاض (دویچه ویله)۱۳۹۲ مهر ۲۲, دوشنبه

په راتلونکو ورځو کې په آلمان کې له لوږې سره د مبارزې په ترڅ کې د عمل اوونۍ لمانځل کیږي چی د دې هیواد د لوړ پوړو چارواکو له خوا یې ملاتړ کیږي. په دودیزه توگه دغه اوونۍ د آلمان د ولسمشر یو آخیم گاوک، له لوري پرانیستل کیږي.

https://p.dw.com/p/19zI2
انځور: picture-alliance/dpa

«د ژوند په لومړیو زرو ورځو کې کم خوراکي تل د ژوند په پاتو کلونو کې د امکاناتو د محدودیدو په معنی ده.» دا خبره د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، د لوږې پر ضد د مبارزې په اړه د خپل هیواد له مهمو تلویزوني شبکو سره یاده کړه. ګاوک په نړۍ کې لوږې ته په اشارې سره وویل: «لوږه له انساني کرامت سره نه جوړیږي. په کافي اندازه خوراکي توکو ته لاس رسی په حقیقت کې یو بشري حق دی.»

له لوږې سره د مخامخ کسانو سره مرسته کوونکی آلماني سازمان په ۱۹۶۲م کال کې تأسیس شو او غواړي د اکتوبر ۱۶مه چې د خوراک نړیواله ورځ ده د بېلابیلو مراسمو په ترڅ کې ولمانځي ترڅو آلمانان تشویق کړي چې په نړۍ کې د لوږې پر وړاندې عمل وکړي.

له څو کلونو راهیسې له لوږې سره د مخامخو کسانو سره د «عمل اوونۍ» لمانځل کیږي او سږ کال دغه اوونۍ د «نړۍ عدالت نه لري» تر شعار لاندې لمانځل کیږي.

غیر دولتي سازمانونه انتقاد کوي چې اوس هم د پخوا په څیر په نړۍ کې ۸۴۲ میلیونونه انسانان له لوږې سره مخامخ دي. هرکال ۳،۱ میلیونه ماشومان د سو تغذیه له امله (په اوسط ډول په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم) مري. په ټولې نړۍ کې هر کال اووه میلیونه انسانان د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. له دې امله له لوږې سره د مخامخ کسانو سره مرسته کوونکی آلمانی سازمان د «عمل اوونۍ» مفهوم جدي نیسي. آلمانان باید خپله فعاله شي د بیلگې په توگه د ښوونځیو په جشنونو، په کنسرتونو او یا هم په شرکتونو کې مرستې راټولې کړي. د آلمان ولسمشر په خپله وینا کې پر دې خبره ټینگار وکړ چې په دې ترڅ کې «هر څوک کولای شي یو کار تر سره کړي».

د مصرف په اړه باید له سره فکر وشي

د «فیان» بشري حقونو سازمان غړي رومان هیره، له دویچه ویله سره په خبرو کې د عمل اوونۍ ستاینه وکړه او ویې ویل: «دا به یوه مثبته خبره وي، چې د دغه شان کړنو په واسطه له لوږې سره د مبارزې په ترڅ کې عامه پوهاوی او احساس تقویه شي او د خلکو لویه برخه د لوږې د دغه ناورین پر وړاندې عمل وکړي.»

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې د اومه موادو، صادراتو او وارداتو په برخه کې ناوړه سیاست د لوږې د رامنځ ته کیدو سبب گرځي. د رومان هیره په آند په اروپا کې د دغه تولیداتو مصرف کوونکي کولای شي د دغه مشکل په له منځه وړلو کې په کوچنۍ ونډې سره گډون وکړي.

د بشري حقونو د چارو کارپوهان په دې برخه کې، د بیلگې په توگه د غوښې نوم اخلي. رومان هیره په دې اړه وایي: «موږ پر دې پوهیږو چې انسان د غوښې د یوې ټوټې تولید له پاره اوه یا اته ځلې نورې خوراکي موادو ته اړتیا لري. یعنې د څارویو خوراکي توکو واردولو ته اړتیا ده.» هغه پر دې خبره ټینگار کوي چې په آلمان کې باید زیات خلک سړکونو ته راووځي چې د منابعو د عادلانه ویش له پاره د ۲۰۱۳م کال د جنوري د میاشتې په څیر لاریونونه وکړي. په دغه کال کې په برلین کې ۲۵ زره کسان د «موږ له دې وضعیت څخه په تنگ راغلي یو» تر شعار لاندې احتجاجونه وکړل.

پخوانی راډیویي خبریال کورت گیرهاردت چی د «بن د بلنې» په نامه د یو حرکت د نوښتګرو له جملی څخه دی، بیا په بل نظر دی. د هغه سازمان د صنعتي هیوادونو پر اوسنیو پرمختیايي مرستو باندی نیوکه کوي او د بې وځله هیوادونو په اړه د اغیزمن او بهتره سیاست د رامنځ ته کولو غوښتنه کوي. گیرهاردت له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د انسانانو برخلیک په افریقا کې ټاکل کیږي، نه زموږ پر سړکونو، چې خلک سره راټولیږي او ښایي اعانه هم راټولوي.»

خو هغه له لوږې سره د مبارزې له پاره د «عمل اوونۍ» یو ښه اقدام بولي، ځکه چې د هغه له نظره دغه عمل د هغو کسانو د تشویق لامل گرځي چې د مرستو د ورکولو په اړه په شک او تردید کې دي. د گیرهاردت له پاره دا ډیره مهمه ده چې راټولې شوې پیسې واقعا اړو خلکو ته ورسیږي.

د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک خپله تلویزوني وینا په دې ټکو سره پای ته ورسوله چې «باید له لوږې سره د مبارزې سازمان ملاتړ وشي .» دا چې څومره آلمانان به په دې برخه کې په عمل لاس پورې کړي، په راتلونکو ورځو کې به معلومه شي. د عمل اوونۍ د اکتوبر میاشتې تر شلمې نیټې پورې دوام کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب