1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانوي زده کوونکو د سپما د تدابیرو پر ضد مظاهرې کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۱۱, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/14CnD

په هسپانیه کی په زرهاوو متعلمینو او محصلینو ، د ښوونی او روزنی په برخه کی د سپما د تدابیرو پر ضد په مظاهرو لاس پوری کړی دی. د دغو مظاهرو د سازمان ورکوونکو په حواله د بارسلونا په ښار کی په هغو کی اویا زرو کسانو ته د ګډون د پاره بلنه ورکول سوې وه. د اسهامو او اسعارو د تبادلې د مرکز سره هغه وخت د پولیسو سره اخ وډب رامنځته سو ، کله چی مظاهره کوونکو غوښتل هغه په ډبرو وولي. په دغه وخت کی پولیسو د هغو په مقابل کی د برقی ډنډو څخه کار واخیستی او د هغوی ډېری کسان یې ونیول. د بلی خوا په مادرید او والنسیا کی هم مظاهرې رامنځته سوې چی د هغو بهیر سوله ایز ؤ.