1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هسپانیا د بالیوود کوربه ده، خو ولې؟

د دویچه ویله اردو څانګه۱۳۹۵ خرداد ۳۱, دوشنبه

هسپانیا په دې هڅه کې ده چې د هندي فلمونو جوړونکي دې ته مایل کړي چې د دغه هیواد بېلابیل جشنونه او تاریخي ځایونه په خپلو فملونو کې ننداې ته وړاندې کړي. د دې یو هدف د هندي سیلانیانو جذبول دي.

https://p.dw.com/p/1J9vE
Malaysia Kuala Lumpur IIFA International Indian Film Academy Awards
انځور: picture alliance/AP Images/J. Paul

مادرید د جون میاشتې په ۲۵ نیټه د «هندي فلمونو نړیوال اکادمې جایزو» د ورکړې د کلني پروگرام کوربتوب پر غاړه لري. هند د نفوس له کبله د نړۍ دوهم ستر هیواد دی او هسپانیه غواړي چې د هندي سیلانیانو د توجه راخپلولو د هڅو په ترڅ کې له دغه فرصت څخه گټه واخلي. دغه جایزې د «باليووډ د اسکار» په نوم هم یادیږي.

د نړیوالو سیلانیانو د شمیر له اړخه هسپانیا د نړۍ دریم ستر هیواد چې خلک سیاحت ته ورځي. خو زیاتره سیلانیان د شمالي اروپا سره تړاو درلودونکي خلک وي چې د هسپانیې له ښې هوا خوند اخیستو له پاره د دې هیواد ساحلونو او نورو سیمو ته مخه کوي. خو اوس د مادرید حکومت هڅه کوي چې د سیلانيتوب په برخه کې تنوع رامنځ ته کړي.

د هندي فلمونو نړیوال اکادمې جایزو د ورکړې په مراسمو کې د هند د سینما د نامتو څیرو په نوملړ کې هریتک روشن، هم شامل دی دی چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د «زندگی نہ ملے گی دوبارہ» نومې فلم کې اصلي نقش لوبولی وو. دغه فلم د هسپانیې د سیلانې توب د ودې آژانس «توریسپانا» سره په گډه جوړ شوی وو.

د دغه فلم صحنې د هسپانیې د ساحلي سیمو سربیره بارسیلونا او نور ځایونو کې ثبت شوې دي. دغه فلم په ۲۰۱۱م کې تر ټولو زیات عاید لرونکی هندي فلم وو.

د توریسپانا د لندن دفتر مشر اېنرک رویز دی لیرا، د فرانس پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د دغه فلم وروسته د هغو کسانو چې هسپانیې د ویزې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې شمیر کې ډیروالی راغلی دی. د هغه په خپره د فلم تر نشریدو یو کال وروسته هسپانیې ته د سیاحت په موخه د تلونکو هندیانو شمیر ۶۰۴۴۴ تنه وو چې دغه شمیر د ۲۰۱۱م کال په پرتله دوه برابر ډیر وو. تیر کال هسپانیې ته د سفر کوونکو هندي اتباعو شمیر بیا ۸۵۰۰۰ زره تنه وو.

که څه هم توریسپانا په دغه فلم کې کوم ډول پانگونه نه وه کړې خو دغه آژانس هغو ځایونو کې چې فلمي صحنې په کې ثبتیدې د ژر اجازې اخیستلو، د فلم ثبتولو د عملې له پاره د سفر او هوټل په برخه کې د مناسبو نرخونو برابرولو کې مرسته کړې وه.

په ۲۰۱۲م کال کې د هسپانیې او هند د گډ تولید په برخه کې د «زندگي» په نوم فلم جوړ شو. تر دغه وروسته په هسپانیا کې پنځه یا شپږ نور هندي فلمونه جوړ شوي دي.

Malaysia Kuala Lumpur IIFA International Indian Film Academy Awards
د هندي فلمونو نړیوال اکادمې جایزو د ورکړې په مراسمو کې د هند د سینما د نامتو څیرو په نوملړ کې هریتک روشن، هم شامل دی دی چې په ۲۰۱۱م کال کې یې د «زندگی نہ ملے گی دوبارہ» نومې فلم کې اصلي نقش لوبولی وو.انځور: Getty Images/AFP/M. Rasfan

د ملگرو ملتونو د نړیوال توریزم د سازمان په وینا د اټکلونو له مخې تر ۲۰۲۰م کاله پورې به بهرنیو هیوادونو ته د سیاحت له پاره د تلونکو هندیانو شمیر پنځوس میلیونو ته ورسیږي، چې د ۲۰۱۴م کال په پرتله ۱۸ میلیونه زیات دی.

توریسپانا، پلان لري چې په مادرید کې د جایزې د ورکړې په مراسمو کې د گډون کوونکو مشهورو هندي شخصتیونو مصرفیتونه انځور کړي او له دې لاري هندي سیلانیان دغه هیواد ته د سیاحت له پاره راجذب کړي. اټکل کیږي چې د جون میاشتې په ۲۵ نیټه په مادرید کې د جایزې د ورکړې په مراسمو کې پنځلس زره هندي اتباع گډون وکړي.