1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هغه بریتانوی عسکر چې ټپي طالب يې وژلی وو، له بنده آزاد شو

۱۳۹۶ اردیبهشت ۸, جمعه

یو بریتانوی سرتیری چې د یوه ټپي طالب جنګیالي د وژلو په جرم زندان ته استول شوی وو، د جمعې په ورځ له بنده آزاد شو. تر دې مخکې د هغه د زندان موده کمه شوې وه او د جرم درجه یې هم راټیټه شوې وه.

https://p.dw.com/p/2c3yK
Symbolbild Anklage Folter Britische Soldaten im Irak
انځور: picture alliance/empics

پخواني سرتیری الکسندر بلکمن، په ۲۰۱۳م کال کې تر هغه وروسته په عمري بند محکوم شوی چې په هلمند ولایت کې یې یو جنګیالی له ډیر نزدې ویشتلی او وژلی وو. ویشتل شوی کس لومړی د څرخي الوتکې د ډزو له کبله ټپي شوی وو. دغه پیښه په ۲۰۱۱م کال کې رامنځ ته شوې وه.

وروسته بیا د دغه سرتیري سزا اتو کلونو ته راټیټه شوه، خو په مارچ میاشت کې یوه قاضي، د سرتیري د بند موده اووه کلونو ته راټیټه کړه. دې قاضي الکسندر بلکمن جرم له قتل څخه، غیرعمدي قتل ته را اړولی وو.

د بلکمن وکیل جانتن ګولدبرګ، د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې هغه په شپه کې آزاد شوی دی.

د یوه بل سرتیري په خولۍ کې ځای پر ځای شوې کمرې، هغه صحنه ثبت کړې ده چې پکښې بلکمن، یو ټپي جنګیالی وژني. په ویدیو کې د بلکمن غږ اوریدل کیږي چې یوه ټپي جنګیالي ته وایي: «ته دلته یې. مړ شه!» هغه دغه جمله د انګلیسي ژبې د مشهور لیکوال ویلیم شکسپیر، له کتابه ویله.

هغه بیا خپلو ملګرو سرتیرو، له جنګي اسیرانو سره د چلن په اړه نړیوال قانون ته په اشاره سره وایي: «ملګرو، له دې خو به څوک نه خبریږي. ما همدا اوس د ژنیو کانوینسیون مات کړ.»

د دغه عسکر ښځي د خپل مېړه د آزادولو له پاره یو کمپاین پيل کړی وو او استدلال یې کاوه چې د پیښې پرمهال بلکمن په رواني ناروغۍ اخته وو. خو دغې پیښې د نظر ډیر اختلافونه رامنځ ته کړي دي.