1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه معلول چې له سالمو کسانو سره هم مرسته کوي

۱۳۹۴ آبان ۲۵, دوشنبه

محمد بلال میربت زی د پوليو په رنځ د اخته کیدو له امله په يوه پښه ګوډ دی.خو ده چې کوم برياليتوبونه تر لاسه کړي ډير سالم انسانان ورته لاس رسی نه لري. دی د بې سرپرسته ماشومانو او نورو معلولانو مربي هم دی.

https://p.dw.com/p/1H6bK
Facebook Posting 29 Local Heroes Pashtu
انځور: DW

د کابل د سره صليب په جمنازيوم کی د معلولینو دوه ټيمونه پر خپلو ولچرو په باسکتبال لوبه بوخت دي. دواړه ټيمونه هڅه کوي چې ډير وخت توپ په اختيار کي ولري، څو ډير امتياز تر لاسه کړي.

د دغي سيالۍ لوبغاړي ټول هغه معلولین دي چې د پولیو او يا هم د ماین په چاودنه کي خپلی پښي له لاسه ورکړي دي. خو بلال له نورو ملګرو څخه په ځواک او انرژۍ سره هڅه کوي او پر میدان باندي له نورو څخه زيات کنترول ولري.

د ماشوم توب د دوري رنځ

بلال وايې؛ په ماشوم توب کي مدام له دې څخه رنځيده چې ولي کولای نه شي له خپلو نورو همزولو سره لوبي وکړی؟ «مدام به خفه وم چې ليدل به مي نور ماشومان سپورت کوي اوسبق وايې، په ښوونځي کي به ناهيلی وم. په خاصه توګه کله چې ليدل به مي زما همزولان منډي وهي او ورزش کوي.»

خو دغه ځوان په يوه ګوښه کي کښې نه ناست او د هغه بنسټونو او مرکزونو په لټه کي شو چې د سپورت له پاره لاره اواروي. هغه د دوستانو په مرسته د سکیتستان موسسې ته لاره وميندله

د سکيت ورزش د معیبونو له پاره یوه اسانه لوبه نه ده، خو بلال په هماغه پيل کي وکولای شول لاس ته راوړني ولري.

هغه وويل: «په لومړۍ ورځ يې نومونه ثبت کړل خو د ورزش کولو اجازه يې رانه کړه، په دويمه اونۍ کي مي د سکيت ورزش پیل کړ. ډير شوق او علاقه مي لرله.»

د سکیت مربي

بلال د سکيتستان په لوبه کي د بريالیتوب لومړي قدمونه واخيستل. د دې ځوان شوق، علاقي او پرله پسي کوښښ د بري پر لور لاره سموله؛ ځکه هغه سره له دې چې معلوله وو د سکیت په لوبه کي خاصه وړتیا له ځانه ښکاره کړه. کله چې د دي موسسې مسولانو د بلال بريالیتوبونه ولیدل نو پریکړه یې وکړه چې هغه د مربي په توګه وګوماري.

په اوس وخت کي دغه توانمند معلول د سکیتستان په لوبه کي د څوو تنو نجونو او هلکانو ښوونکی دی. په همدی توګه بلال په افغانستان کي يوازنی معلول سکيتر دی: «زه د سکیت په ورزش کي لومړني معيوب افغان يم. په ډيرو ځاینو کي مي ننداره وړاندي کړې موږ په افغانستان کي د سکيت په لوبه کي کوم معيوب لوبغاړي نه لرو.»

بلال د سکیتستان په موسسه کي د سړک پر سر د ماشومانو ښوونکی دی.او د بي سرپرسته ماشومانو له پاره «ښوونځي ته د بيرته ورګرځيدلو» پروګرام پر مخ وړي. د دي معلول ځوان د هڅو پر مټ په لسونو ماشومان چې د زده کړي له نعمت څخه بې برخي شوي ول سواد يې زده کړی او په ښوونځي کي شامل شوي دي.

په باسکیتبال کي لاس بري

بلال يوازي د سکیت په سپورت باندي بسنه نه ده کړي؛ هغه هڅه کړې، څو د معلولينو د باسکتبال په لوبه کي شامل شی. په اوس وخت کي هغه د معلولینو د باسکتبال د ولچرو د ملي تیم غړی دی او څو ځلي توانيدلی دی چې د خپل ټيم له پاره وياړ په برخه کړي.

يوه مياشت تر مخ د باسکتبال د ولچر ټيم جاپان ته ولاړ او وې کولای شول د دولسو هېوادونو تر منځ چې د اسياي مسابقو له پاره يې ګډون کړی وو ښې لاس ته راوړني ولري.

د باسکتبال د ولچر په ټيم کي د مهارتونو په لوړولو کي د بلال هڅي د دې سبب شوي، چې په جاپان کي د افغانستان بيرغ ورپیږي او دغه ټيم د مدال ګټونکی شي. دغه ځوان ډير مدالونه په داخلي لوبو کي ګټلي دي: هیله مي داوه چې مدال وګټم. هماغه وو په افغانستان کي په باسکتبال کي د ۲۰۱۵م کال په لوبو کي ښه لوبغاړی شوم او مډال مي تر لاسه کړ.»

معلولیت ناتوانی نه ده

کله چې بلال يو کلن شو پلار او مور يې وليدل چې هغه پر لاره نه شي تلای. د هغه د درملني او جراحي عملياتو کومه نتيجه ور نه کړه. د هغه د درملني ډاګټر يې پلار او مور ته وويل چې دغه هلک د پوليو د ويروس په ککړيدلو سره په يوه پښه فلج دی.

کوم کړاوونه چې بلال د خپل معلوليت له کبله ګالل هغه يې دي ته وهڅاوه چې د خپل ځان له پآره يو هدف وټاکي او هغه ته د رسیدلو په خاطر هڅي وکړی. د هغه هدف ورزش وو. هغه وکولای شول په دي لاره کي برياوي تر لاسه کړي: «که مي ورزش نه وای کړی نو کیدای شوای تل به کړيدم. اوس چې مي ورزش کړی فکر کوم د نړۍ نيکمرغه انسان يم.»

هدف لرل

د بلال دوستان د هغه د خاص ځواک توان څخه خبري کوي. د هغه دوست محمد عیسی د بلال انسان دوستۍ له احساس او د نورو سره د مرستي په اړه وايې: «هدف ډير مهم دی. کله چې انسان يو هدف ولري نو کولای شي ټول خنډونه له خپل مخ ليري کړي، څو خپل هدف ته ورسیږی. بلال يو له هغو انسانانو څخه دی چې هدف يې قهرمان کيدل دی. هغه تل غواړي له نورو سره مرسته وکړي.»

په ټيم کي له بلال سره لوبغاړي صابر سلطاني وايې چې بلال په ټيم کي له نورو سره صميميت او له سپورت سره په هڅو او ليوالتيا کی نمونه دی: «په هره رشته کي چې وو هڅه يې کړي چې ځان لوړ مقام ته ورسوي. زه تل هغه ته ځير يم او وينم چې هغه څومره زيار باسي.»

بلال له حکومت او ټولو سوداګرو څخه غواړي، چې د معيوبينو له پاره د ورزشي مرکزونو ملاتړ وکړی. ځکه دغه ډول مرکزونه د معلولينو پر روحيه او ځان بسیا کيدلو باندي ډيره اغېزه کوي.