1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه مېرمن چي د خپل کلي مشرتوب کوي

۱۳۹۴ مهر ۲۷, دوشنبه

سکینه سرپرست اوس په هرات ولایت کې د عمه سکینې په نوم شهرت لري. د دې ولایت ډیر اوسیدونکي د هغې له خدمتونو خبر دي او هغه د یوې ځایي اتلې په توګه پیژني.

https://p.dw.com/p/1GqM0
Local Hero Afghanistan Sakina Sarparast
انځور: DW/H. Hashimi

که د هرات د هر وګړي څخه پوښتنه وکړو نو د عمه سکینې د خدمتونو په اړه راته خبري کوي. د هرات یو تن اوسیدونکي چې د عمه سکینې په کلې کې اوسیږې او پنځوس کاله عمر لري د عمه سکینې په اړه یی راته داسې وویل: «زما نوم رمضان دی د سخې داد زوی یم، پنځوس کاله عمر لرم په همدې کلې کې زیږیدلې یم: دلته چې تاسو حضور لرئ دا دعمه سکینه کلی دی، عمه سکینه هم مشهوره او هم خدمت ګذاره میرمن ده، دې مخکې دلته د خپل پلار څخه په میراث ور پاته کور کې ژوند کاوه خپل دا کور یی ښوونځې جوړیدو ته وقف کړ، میرمن سکینه که څه هم اوس سپین سرې شوې خو د کلې د اوسیدونکو له پاره ډیر خدمتونه کوي.»

عمه سکینه چې اوسمهال ۸۰ کاله عمر لري په بیلابیلو دور کې آرامه ناسته نه وه، د خپل کلي د اوسیدونکو له پاره يې نه ستړې کیدونکې هڅې کړي دا وایی: «کله چې ځوانه وم او ناروغۍ مي نه لرله آس مې درلود دې خوا هې خوا ته ګرځیدلم په هیواد کې آرامي هم وه».

میرمن سکینه وایی: «د جنګ جګړو پر وخت د خپل کلې د اوسیدونکو ترڅنګ وم کوښښ مې دا وو چې خپل کلې له جنګ جګړو څخه وساتم او د خپلو خلګو ترڅنګ ودریږم.»

دا زياتوي: «د شوروې د یرغل پروخت چې په ډیرو کورنیو کې نارینه نه وو، نو ما به د کلې میرمنې او نجونې په یوه کور کې را ټولوي، یوه لویه ونه مې د دروازۍ ترشاه ايښووله، څو میرمني خوندي وي، خپله به هم کوڅې ته وتلم له شوروي عسکرو سره به مې خبري کولې دوی به ویل چې کورونو ته مه ځی او ماته به يې هم ویل چې ته ډیره زړوره میرمن یی مابه ورته ویل میرمن نه یم زه یو نارینه یم.»

د طالبانو د واکمنۍ پر وخت چې په افغانستان کې میرمنو له کوره هم په آسانې د وتلو اجازه نه لرله میرمن سکینې په خورا زړوړتیا کوښښ کاوه چې د کلې اوسیدونکي يې د طالبانو لاس ته ونه لویږې او څوک پرې ظلم ونکړي دا وايي:

«د طالبانو د حکومت پرو خت زما د کلې هیڅوک د دوې په لاس کې بندې نشول له طالبانو سرهه مي هم ښې اړیکې لرلې هغوی د سپین سري عمه سکینې په نوم پیږندلم. زما په کلې کې ډیرو مجاهدینو ژوند کاوه، خو څوک مې بندي نشوو شکر هغه وخت هم په خیریت تیر سوو.»

که څه هم میرمن سکینه اوسمهال د ډیر عمر د درلود له امله څه ناڅه په جسمې ډول ناتوانه ده خو بیاهم آرامه نده ناسته. د خپل کلې د کورنیو اختلافاتو او ټولنیزو ستونزو په له مینځه وړلو کې لوی رول لري. دا وايي:

«وخت ناوخته د کلې ځوانان جنګ سره کوې یا هم کورنۍ مشکلات را مینځ ته کیږې حتې خبره د طلاق تر سرحده رسیږې، که ځوانان وې په مسجد کې یی را ټولوم هغوی ته عذر کوم چې سره پخلاشي، او که ستونزه کورنۍ وه نو بیا ور ځم کورونو ته ستونزي یی پاې ته رسوم نه پریږدم څوک زما د کلې څخه حکومت ته ولاړ شي او شکایت وکړي.»

د عمه سکینه کلې چې د هرات ښار لویدیځ ته موقعیت لرې اوسیدونکي یی د یادې میرمنې د زیار او زحمت له امله په نسبتآ ښه وضعیت کې ژوند کوي او څه ناڅه امکانات ورته برابر دي.

رمضان د یاد کلې اوسیدونکي وایی: «میرمن سکینه تر یوه نارینه زیات کار کوې، توانیدلې ده چي د یاد کلې د اوسیدونکو په ژوندانه کې مثبت بدلون را مینځ ته کړي.

«هغه مسجد چې تاسو يې وینئ د حضرت زینب په نوم هغه عمه سکینې د نورو څخه د مرستو په اخیستو ودان کړی او سر پرستي یی کوي، د دې ترڅنګ تر ټولو مهم کار يې دا دی چې کله زمو په کلې کې د کورنیو تر مینځ ستونزي پیدا شي نو میرمن سکینه يې حلوي او د خفګان د خوریدو مخنیوی کوي.»

که څه هم په فیزیکې ډول د نارینه او میرمنو پیاوړتیا یو شان نده، خو په افغانۍ ټولنه کې چې کلتورې شرایط، عرف او عادات يې د نورو ټولنو سره زیات توپیر لري، ډیري میرمني شته چې توانیدلې په خپل زیار او زحمت سره په ټولنه کې د نارینه وو په شان او یاهم تر هغوي زیات خدمت وکړې.

ځيني میرمني توانیدلي چې هم د ټولنې د خدمت مصدر و ګرځي او هم توانیدلې د خپلو خدماتو د وړاندي کیدو له امله خپل نوم په زرینه کرښه د نورو په یاداښتونو کې ولیکې.

میرمن سکینه هم یوه له هغه میندو څخه ده چې د خپل اولادونو په شان یی د دې ټولني د نورو وګړو له پاره ستر خدمتونه کړې او د ډیرو کسانو په زړونو کې د یوې مهربانه مور په حیث ځاې لري.