1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هغه ورځي چې باید په یاد شي

الکساندر کوداښف۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۷, پنجشنبه

اویا کاله دمخه نړیواله جګړه پای ته ورسیده. دویچه ویله د ۱۹۴۵م کال پیښي او دا چې آلمان د جګړې تر پای ته رسیدو وروسته څرنګه اوسني وضعیت ته ورسېدی، څېړي.

https://p.dw.com/p/1FMR5
انځور: Reuters/K. Pfaffenbach

د ۱۹۴۵م کال د می میاشتي پر اتمه نېټه په اروپا کې دوهمه نړیواله جګړه پای ته ورسیده. په دغه جګړه کې ۶۵ میلیونه انسانان وژل شوي دي. آلمان که څه هم جګړه بایللې ده، خو بیا هم خوشحاله دی چې تر شپږو کلونو وروسته د پلورونو، ورونو، مړونو او زامنو تر له لاسه ورکولو وروسته، بالاخره جګړه پای ته ورسیده. د دې هیواد د ښارونو اوسیدونکي کولای شی چې تر کلونو بمباریو وروسته آرامه ساه وباسي.

خو ډیر شمیر آلمانان د می اتمه نېټه، د ماتي ورځ په توګه بولي. دغه احساس په خاصه توګه په هغو عسکرو کې قوی دی چې په زندانونو کې دي او دې ته سترګې په لار دي چې ورسره به څه کیږي.

پخوانی شوروي یو شمیر آلماني سرتیري تر لنډي مودې وروسته آزادوي، خو یو شمیر نور بیا آن تر لسو کلونو پوري په خپلو کاري کمپونو کې ساتي. خو د متحدو ځواکونو له پاره چې امریکا متحد ایالات، فرانسه، انګلستان، پولند، هالند، کانادا، بلجیم او روسان په کې شامل دي، دغه ورځ د بریا ورځ لمانځي.

د یو شمیر نورو ډلو لکه یهودانو، همجنس بازانو، جتانو، کمونيستانو، سوسیال دیموکراتانو او لیبرالانو له پاره چې د ادولف هیتلر پټ او برملا دښمنان ول، د می اتمه نېټه د آزادۍ ورځ ده.

یو لوی بدلون

د ۱۹۸۵م کال د می میاشتي پر اتمه نېټه د آلمان جمهور رئيس ریچارد فون ویزاکر، د لومړي ځل له پاره د هغه څه په اړه خبري کوي چې ډیر یې احساسوي. د می اتمه نېټه په رښتیا سره چې د ماتي ورځ وه، خو که سړی په واقع بینانه توګه خبري وکړي، نو دغه ورځ په عین حال کې د آزادۍ ورځ هم وه.

آلمانیان د نازیانو له دیکتاتوري څخه آزاد شول. هغوی د ادولف هیتلر د نازي ګوند له وژنو او له دې ويري چي يهودان ووژل شي آزاد شول. د جګړې له پای سره هم په لومړۍ کرښه او هم د یهودانو د ساتني په کمپونو کې وژني ختمي شوې.

آلمان ماته وخوړه خو لږ تر لږه په لویدیځ آلمان کې د دې چانس رامنځ ته شو چې آلمانیان په آزادۍ او دیموکراسۍ کې ژوند وکړي.

په ختیځ کې بیا د آلمان دیموکراتیک جمهوریت جوړ شو. دا د پخواني شوروي یو کمیونيست نظام وو چې پکښې آزادي موجوده نه وه. دغه نظام ۴۰ کاله دوام وکړ او تر هغه وروسته چې د برلین دیوال ړنګ شو، په ۱۹۹۰ کال کې لویدیځ او ختیځ آلمان بيا سره یو ځای شول.

پر ځان اعتماد

د ۲۰۱۵م کال د می میاشتي اتمه نېټه. د دوهمې نړیوالې جګړې تر ختم اویا کاله تیر شوي دي. اوس آلمان د نړۍ یو له ډیرو معتبرو هیوادونو څخه دی. آلمان نوري نړۍ ته د خپلې دیموکراسي، خپل اقتصاد او ټولنې بیلګې ورکوي.

له یوې لسیزې راهیسې آلمان په اروپا کې یو رهبري کوونکي او په نړۍ کې یو ډیر مهم نقش لوبوي. که څه هم آلمان له پوځي لحاظه په نړیوالو مسائیلو کې ښکیل نه دی، خو په خپل سیاست او اقتصاد سره تل په نړیوالو مسایلو کې خپل غږ پورته کوي.

د آلمان د صدارت ودانۍ
د آلمان د صدارت ودانۍانځور: picture-alliance/dpa/P. Zinken
د دويچه ويله عمومي مدير مسئول الکساندر کوداښف
د دويچه ويله عمومي مدير مسئول الکساندر کوداښف