1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عبدالغفور: په تشو لاسو به مې بمونه شنډول

رضا شیرمحمدی۱۳۹۴ خرداد ۲۹, جمعه

عبدالغفور یوازې ۲۴ کاله عمر لري خو په تیرو څو کلونو کې یې په پولیسو کې تر دندې پیلولو وروسته له ۶۰۰۰ څخه ډیر چاودیدونکي توکي شنډ کړې دي. هغه هره ورځ خپل ژوند په خطر کې اچوي، څو د نورو ژوند وژغوري.

https://p.dw.com/p/1FigW
انځور: Police Handout

د افغانستان په سویل کې پروت هلمند ولایت د دې هیواد یو له نا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې وخت نا وخته په کې د یاغیانو او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړې کیږي. کله چې دولتي ځواکونه پر یاغیانو باندې فشار ډیر کړي نو هغوی په سیمه کې ماینونه ځای پر ځای کوي او له همدې ځای د عبدالغفور دنده پیلیږي چې نه یوازې د پوځیانو بلکې د ملکي وګړو د ژوند ژغورنه ده.

د یاغیانو چیرکي بریدونه، د هغوی له خوا ځای پر ځای شوي د سړک د غاړې ماینونه، ځانمرګي بریدونه او پر لاس جوړ شوي چاودیدونکي توکې ډیر وخت د ملکي افغانانو او امنیتي ځواکونو ژوند اخلي.

عبدالغفور افغانیار د هلمند ولایت د پولیسو د انجنیري په ټیم کې د ماینونو د خنثی کولو په برخه کې دنده ترسره کوي. کله چې د دې ولایت په کومه سیمه کې د یوه ماین د کشفیدو رپوټ ورسیږي نو هغه باید ژر چمتو شي، ځان سیمې ته ورسوي او او ماین باید شنډ کړي. که بم ساعتي وي او و خت هم په ختمیدو وي، نو عبدالغفور باید په ډیر کم وخت کې اقدام وکړي. هغه وایي: «دا اسانه کار نه دی او ځیني وختونه بیا په ساعتونو دوام کوي.»

Afghanistan Abdulghafur Afghanyar (Bildergalerie)
انځور: Police Handout

هغه وایي چې د ماینونو د شنډولو پر مهال یوازې پر دې موضوع باندې تمرکز کوي چې د انسانانو ژوند ژغوري او همدا موضوع هم د خپلې بریا راز بولي.

«اوس هم ټپي یم»

افغانیار تر اوسه پورې درې وارې د ماینونو د شنډولو پر مهال د چاودنو له کبله ټپي شوی دی. همدا یوه میاشت مخکې کله چې هغه او همکار یې محمد نبي، په یوه بازار کې د یوه مقناطیسي بم د شنډولو په حال کې وو نو عملیات بریالي نه شول او بم وچاودید. افغانیار له دې پیښې ژوندی ووت خو همکار یې بیا خپل ژوند له لاسه ورکړ.

هغه وایي چې سختې ورځې پرې تیرې شوې دي او هغه ورځ هم یوه له دغو سختو ورځو څخه وه: «محمد نبي مې ملګری او همسنګره وو. خپله مې هغه یوه میاشت د ماینونو د خنثی کولو په برخه کې روزلی وو.»

په چاودنه کې افغانیار ته د رسیدلو ټپونو له کبله هغه لومړی د هلمند ولایت رغتون او بیا کابل ته د درملنې له پاره ولیږدول شو. هغه وایي: «پر کیڼ لاس او پښه مې ټپونه لیدلي وو چې روغ شول، خو اوس په کیڼ غوږ کوڼ یم او څه نه اورم.»

لا تر اوسه پورې عبدالغفور افغانیار په بشپړه توګه نه دی روغ شوی خو هغه بیرته هلمند، چې دی یې خپل سنګر بولي، ورستون شوی دی. هغه د خپلو خدمتونو له کبله په کابل کې د «اتل پولیس په توګه وپیژندل شو» او ستاینه يې وشوه او یوه پوځي رتبه ترفیع هم ورته ورکړل شوه.

د عبدالغفور د کار ستاینه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین محمد ایوب سالنګي، چې په خپله یې عبدالغفور افغانیار ته ستاین لیک ورکړ وویل چې د پولیسو په لیکو کې د دغه شان کسانو شتون ډیر مهم دی. هغه وايي: «افغانیار او ډیر شمیر نور ځوانان په پولیسو کې شته چې پر ګواښونو سربیره هم د وطن پالنې او انسان پالنې له پاره شپه او ورځ د نورو انسانانو د ژوند او ژغورنې په موخه کار کوي.»

سالنګي د افغانیار هغه دوست ته اشاره کوي چې یوه میاشت مخکې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او وایي چې د هغو کسانو له کورنیو څخه لا ډیر ملاتړ وشي چې د دندې پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

افغانیار یوازې د کورنیو چارو د وزارت له خوا نه ستایل شوی، بلکې د هلمند ولایت اوسیدونکي هم هغه ته د یوه «اتل» په سترګه ګوري. د دې ولایت ډیر اوسیدونکې د سړک د غاړې ماینونو قرباني شوي دي خو افغانیار بیا د ډیر شمیر نورو خلکو ژوند هم ژغورلی دی.

عبدالعظیم د هلمند ولایت د مرکز لشکرګاه اوسیدونکی دی. هغه وایي چې ماینونه د مخامخ جګړې په پرتله ډیر خطرناکه دي ځکه چې انسان نه پوهیږي چې هغه چیرې ځای پر ځای شوې وي: «پر لاره روان وې او چاودنه وشي. سړی نه پوهیږي چې طالبانو چیرې ماین ځای پر ځای کړی وي.»

هغه یوې ترخې پیښې ته اشاره کوي او وایي: «یو ځل د ناوې او شاه او د هغوی د کورنۍ موټر پر ماین وربرابر شو او خوښي یې په غم واوښته. په هغه پیښه کې ماشومان، ښځې او زاړه کسان ووژل شول.»

هلمند د افغانستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ملکي کسانو تلفات په کې ډیر لوړ دي. د ملګرو ملتونو په حواله د سږني میلادي کال په لومړیو څلورو میاشت کې په افغانستان کې د تیر کال د همدې موده په پرتله ملکي تلفات ۱۶ سلنه لوړ شوي دي.

په تشو لاسونو د ماینونو شنډول

افغانیار پر ماینونو او په لاس جوړ شویو بمونو سربیره د هغو یاغیانو چاودیدونکي مواد هم شنډ کړي دي چې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا نیول کیږي: «یو ځل د هلمند پولیسو درې ځانمرګي برید کوونکي تر برید مخکې په یوه موټر کې ووژل او ما یې باید ځانمرګي واسکټونه خنثی کړي وی. هغوی په یوه موټر کې هم ساعتي بم ځای پر ځای کړی وو چې باید په یوه معین وخت کې شنډ کړل شوی وی.»

دغه افغان پولیس وایي چې پخوا یې ډیر امکانات په لاس کې نه لرل خو اوس ورته وسایل هم ورکړل شوی دي: «اته میاشتې کیږي چې ماته د ماینونو د خنثی کولو روباتونه، د انفجار ضد جامې او ځینې نور امکانات راکړل شوي دي. خو پخوا به مې په تش لاس ماینونه شنډول.»

د افغانیار په خبره د طالبانو له خوا جوړ شوي ماینونه ډیر وخت د ماین موندنې الو په مرسته نه شي موندل کیدای: «د طالبانو بشکه يي ماینونه د دستګاو په مرسته نه شي موندل کیدای. زه روزل شوي سپي هم نه لرم. خو له بسه چې ما ماینونه شنډ کړي دي زه چې کله یوه سیمه ووینم نو پوهیږم چې ماین چیرې ځای پر ځای شوی دی.»

دغه ځوان په ۱۳۸۹ کال کې د پولیسو له لیکو سره یوځای شو او یوازې دوه میاشتې یې د وسلو د کارولو په برخه کې روزنې وکړې. تر دې وروسته بیا د هلمند ولایت د ماینونو د شنډولو له څانگې سره یوځای شو او په دې برخه کې یې یوه میاشت له بهرنیو ځواکونو څخه روزنه هم ولیده.

د کورنیو چارو د وزارت له خوا د ورکړل شویو شمیرو له مخې افغانیار په دې موده کې ۶۰۰۰ ماینونه او نور چاودیدونکي مواد شنډ کړي دي او د ډیر شمیر کسانو ژوند یې ژغورلی دی.

یوازې د خلکو له پاره

افغانیار په میاشت کې ۱۵۰۰۰ افغانۍ معاش لري او وایي چې دغه کار د پیسو له پاره نه کوي: «کله چې له پولیسو سره یوځای شوم او ومې لیدل چې چاودنې ډیر کسان وژني نو پریکړه مې وکړه چې د ماینونو د شنډولو له څانگې سره یوځای شم.»

هغه درې کاله پخوا واده کړی دی او په هلمند کې اوسیږي. هغه وایي: «زه رخصت نه اخلم او خلکو ته خدمت کوم چې نه شي زه نه ووسم او کوم ماین خلک ووژني.»

Afghanistan Abdulghafur Afghanyar (Bildergalerie)
انځور: Police Handout

خو پر دې ټولو سربیره عبدالغفور د خپلې راتلونکې او هغه ماشوم راتلونکې له پاره اندیښمن دی چې دې یې لا تر اوسه پورې نه لري ځکه چې دی نه پوهیږې چې کله به کومه چاودنه دی ووژني.

دا یوازې چاودیدونکي مواد نه دي چې د عبدالغفور ژوند ګواښي، بلکې طالبانو هم څو وارې د هغه د وژلو هڅه کړې ده ځکه دی د هغوی هڅې ناکاموي.