1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلري کلنتون په پنسلوانيا کې د دموکراتانو مقدماتي انتخابات وگټل

۱۳۸۷ اردیبهشت ۴, چهارشنبه

د هيلاري کلينتن د پاره دا يو مهم برياليتوب دی . دې په ډيري خوشالۍ سره د خپلو پلويانو سره دغه بری ولمانځه .

https://p.dw.com/p/Dn8M
هلري کلنتون
هلري کلنتونانځور: AP

دې وويل چه د د وو جنګونو او سخت اقتصادي حالت د په نظر کي نيولو سره امريکا د يوه لوی چلنج سره مخامخ ده ،خو ډير امکانات هم موجود دي .

دغه امکانات لايي تناهي دي ، چي که موږ لستوڼي راولغړو او خصوصآ د يو جمهورريس سره چه د اولي ورځي د رهبرۍ کولو د پاره آماده وي ، د دې د پاره آماده وي چي د يوه سراعلی قوماندان په حيث مسؤليت قبول کي ،او د متوسطي طبقې د اقتصاد د سمولو د پاره کار وکي . او زه پنسلوانيا ستاسي څخه تشکر کوم چي تصميم مو ونيوۍ ، چه زه جمهوررييسه سم .

کلينتن ځان د مبارزې د پاره آماده وښوۍ ،خو تعرض يې ونکۍ . د دې د وينا زياتره برخه شخصي جنبه درلوده . دې د خپلو طرفدارانو څخه د پيسو د راټولولو غوښتنه هم وکړه . کلينتن د خپل سيال بارک اوباما په مقايسه ډير لږ مالي کومک پلاس راوړی دی ،او پوروړې ده .

په پنسلوانيا کي ددې برياليتوب ناببره نه ؤ ، او په ټولو ټول پوښتنو کښي دا مخته وه . دې د ټولو دمخه د ښځو،سپين پوستو او هغه کسانو چي همدااوس يې د رايي ورکولو په خاطر تصميم نيولی ؤ ، رايي پلاس راوړې . خو د کلینتن دغه بری بيا هم دا خپل سيال بارک اوباما ته ډيره ورنژدې نکړه . او که دا غواړي چه په راتلونکي کښي ځان بارک اوباما ته ور نژدې کي ، نو بايد دا ډیري زياتي رايي وګټی ، چه ددې امکان ډیر لږ موجود دی . خو سربيره پر دې داخپلي مبارزې ته ادامه ورکوي .

ځني خلګو زما څخه وغوښتل چه نور يې پريږدم . خو د امريکا ولس هر څه په آسانه سره نه پريږدي ، او ددې حق هم لري ، چه داسي جمهوررييس ولري چه مبارزه نه پريږدي .

د بلي خوا بارک اوباما هم ځان کاميابه وباله . ځکه چه په تيرو ټول پوښتنو کښي کلينتن د بارک اوباما څخه ډيره مخته وه ، او اوس دونه تفاوت نه سره لری . ده دې ته اشاره وکړه ، چي دده رايه ورکونکي زيادتره نوي او تر ټولو دمخه ځوان رايه ورکونکي دي .

موږ د نوو رايه ورکونکو يو ريکارد پلاس راوړی دی ، او همدغه رايه ورکونکي به وي چه زموږ ګوند په نوامبر کښي د کاميابۍ پر خوا بوزي .

خودکلينتن اوبارک اوباما تر منځ د دوامداري مبارزې له کبله دموکراټ ګوند ددې څخه تشويش لري ،چی ګوند به يې پر دوو برخو وويشل سي . ځکه چي ډير کانديدان وايي چه دوی به يوازي هغه وخت رايی ورکي چه که بارک اوباما د جمهوررييس د کانديد په حيث تعين سي .