1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمنديان: پاکستان دي بريدونه بند کړي

۱۳۹۰ تیر ۲۰, دوشنبه

د لښكرګاه ښار يو شمېر اوسيدونکو نن د يو سوله ييز لاريون په ترځ کي د پاکستان لخوا پر افغانستان باندي راکيټي بريدونه وغندل، او د دولت څخه يې د هغه د مخنيوي غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/11t5V
په لښکرگاه کي د پاکستان پر ضد لاريون
په لښکرگاه کي د پاکستان پر ضد لاريونانځور: DW

لاريون کونکو د افغان حکومت څخه و غوښتل، چي د مخنيوي له پاره دي خپله اقدام وکړي يا دي پريږدي چي عام ولس د پاکستان لخوا نيول سوې خاوره هم را خپله کړي.

د هلمند ولايت د ولسواليو او مركز سلګونو اوسېدونكو له افغان دولت وغوښتل، چې ددې پېښي د مخنوي له پاره دې جدي هڅي وكړي. كنه ټول اولس به دپاكستان پر وړاندې غبرګون وښيي.

Demonstration in der pakistanischen Provinz Helmand FLASH-GALERIE
انځور: DW

په هلمند كې د بيلابيلو قومونو مشران وايي پر كونړ د پاكستان بريدونه پر ټول هيواد بريدونه دي، او كه دا لړۍ لږ نوره هم دوام ومومي نو د افغانانو د صبر كاسه به ډكه سي، چي په پايله کي به يې سترې ستونزي ددې دواړو هيوادونو تر منځ رامنځ ته سي.

په دغه لاريون کي پر كونړ د پاكستان له خوا د راتوغول سويو راكېټونو او عام اولس ته د مرګژوبلي د اوښتو په موخه د هلمند د تجاروانو د ټولني له خوا يو ميليون اوسل زره افغانۍ او د هلمند والي له خوا د هغه د يوې مياشتې معاش مرسته اعلان سول.

د هلمند دولايتي شوراه غړي اعطاالله وويل چې له دريو لسيزو راهيسي پاكستان په افغانستان كي پټه لاسوهنه كوله خو اوس يې هر څه په ډاګه كړل او پرهغه خاوره بريدونه كوي چې د نړۍ سترو ځواكونو ته يې ماته وركړې ده.

Demonstration in der pakistanischen Provinz Helmand FLASH-GALERIE
انځور: DW

نوموړي زياته كړه چې اوس افغانان په دې پوهيدلي دي، چي پاكستان په ګاونډيتوب نه پوهيږي او دابه يې دله منځه وړو سبب سي.

ددغي غونډي ګډون كوونكو د خپلو شعارونو پرمهال مرګ پر پاكستان او د (اى ايس اى) پر شبكې چغي وهلې.

ددې غونډي په اخركي يو پريكړه ليك هم ولوستل سوو، چي پكښي د پاكستان ټولي كړني غندل سوي وې.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل