هلمند: د شهزاده هري پر اډې باندې برید وشو
۱۳۹۱ شهریور ۲۵, شنبهائتلافي ځواکونو د شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې د هلمند ولایت په پېښه کې دوه تنه امریکايي سرتیرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ. د ناټو او هلمند ولایت ویاندانو دا خبره هم کړې ده چې په دې پېښه کې ۱۶ تنه یاغیان هم وژل شوي دي.
تر دې مخکې چارواکو ویلي وو چې د افغانستان په جنوب کې د شنبې په ورځ وختي د یاغیانو له خوا د ناټو د ځواکونو پر یوې اډې باندې د یوه برید په ترڅ کې دوه تنه بهرني سرتیري وژل شوي وو.
په دې اډه کې د انگلستان شهزاده هیري هم دنده تر سره کوي خو د انگلیسي چارواکو په حواله هغه ته کوم زیان نه دئ رسیدلی. دغه پېښه په هلمند ولایت کې د امریکايي او بریتانیايي ځواکونو په یوې گډې اډې کې رامنځ ته شوې ده. شهزاده هري افغانستان ته د ناټو تر قوماندې لاندې د انگلیسي ځواکونو په چوکاټ کې د جنگي څرخي الوتکې د پیلوټ په توگه اعزام شوی دئ.
د المان د خبري آژانس په حواله طالبانو د دې برید پړه پر غاړه اخیستې ده او ویلي ئې دي چې وژل شوي وگړي امریکایي سرتیري ول. طالبانو ادعا کړې ده چې دا برید ئې په امریکا کې د جوړ شوي فلم د غچ اخیستلو له پاره تر سره کړی دئ. په دې فلم کې د اسلام پیغمبر ته سپکاوی شوی دئ.
د فاکس نیوز خبري تلویزیون ویلي دي چې پر دغې پوځي اډې باندې د توغنديو او سپکو وسلو ډزې شوې دي. د دې تلویزیون په خبره په پېښه کې ډیر شمیر کسان ټپیان شوي دي او یو شمیر الوتکو ته تاوان رسیدلی دئ.
آژانسونه: مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض