1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: د ملي امنیت فعالیتونه پراخ شوي دي

۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

د هلمند ولایت د ملی امنیت کارکوونکو په لسګونو میله وسلي او دوه تنه ترهګر نیولي. د هلمند د ملی امنیت د اداري ریس وايي چی په لښکرګاه کي د امنیتي مسؤلیتونو د انتقال د بهیر د پلي کیدو وروسته د دغي اداري فعالیتونه ډیر شوي دي

https://p.dw.com/p/12BGK
تورن کسان او نیول شوي مهمات
تورن کسان او نیول شوي مهماتانځور: DW

د هلمند د ولايت د ملی امنیت کارکوونکو په لښکرګاه، نادعلی او نهر سراج سیمو کي ګڼ شمیر وسلي، چاودیدونکي توکي او دوه تنه تورن كسان نیولي دي.

د هلمند د ملی امنیت ریس، ډګروال نظرعلی واحدی، رسنیو ته وویل چې د لښكرګاه او كندهار تر منځ په لاره كې د نهرسراج په سيمه كې يې هم دري حلقي ماينونه كشف او خنثى كړي دي.

د هلمند د ولایت د ملي امنیت ریس زیاتوي چي دغه وسلي او ترهګر يي د محلی اوسیدونکو په مرسته نیولي دي.

هلمند د ولایت د ملي امنیت ریس زیاتوي چي دغه وسلي او ترهګر يي د محلی اوسیدونکو په مرسته نیولي دي
هلمند د ولایت د ملي امنیت ریس زیاتوي چي دغه وسلي او ترهګر يي د محلی اوسیدونکو په مرسته نیولي ديانځور: DW

د هلمند د ولایت د ملی امنیت ریس وايي وروسته له هغي چی د لښکرګاه د ښار د امنیتي چاری افغان ځواکونو ته وسپارل شوی د دوی فعالیتونه ډیر سوي او کولی شي چي د لښکرګاه ښار ترځنګ د شاوخوا سيمو امنيتي چاري هم وساتي:

په وروستیو کي د هلمند امنیتي حالت د ښه كيدو په حال كي دی. که څه هم وسلوال طالبان هره ورځ د افغان او بهرنیو سرتیرو د وژلو ادعاوي کوي خو دولتی مسيولین هم د هغوی په پټن ځایونو چاپی وهی.

دویچه ویله/ مجتبی محمدي
کتونکي: مسعود جهش