1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند د پاکستان سره گډه پوله تړلې ده

۱۳۸۹ آذر ۱۰, چهارشنبه

د هلمند ولايت د ملي امنيت ريس ډكروال نظرعلي واحدي وايي چي د هلمند سره يي د پاكستان ګډه پوله دملي امنيت د سرتيرو تر څنګ د سرحدي پوليسو، او بهرنيو ځواكونو لخواتړلې ده.

https://p.dw.com/p/QMZs
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان سره د هلمند ولايت د پرانستي پولي څخه ډيرو خلکو شکايتونه درلودل، چي د هغوی په خبره په يو شمېر ولسواليو کي د نا امنيو سبب سوې ول.

د هلمند ولايت د ملي امنیت د ريس په وينا، كه له يوې خوا پر پوله كلك امنتي تدابير نيول سوي، د بلي خوا قومي مشران او ځايي اوسيدونكي هم مرسته كوي.

دولتي مسوولين وايي، هلمند ولايت د پاكستان سره ۱۶۳كيلومتره ګډه پوله لري چي د ۱۴ موټريزو ګزمو تد لاره د ورځي څارل كيږي.

د نظامي چارو مسوو لين وايي كه چيري دغه پوله په صادقانه ډول هميشه وتړل سي

بې پاسپورته او ويزې چاته د تيريدو اجازه ورنه کړل سي. نه يوازي به په هلمند كي امنيت ټنګ سي، بلكي په خانشين ولسوالۍ كي به د قيمتي ډبرو د ستركان څخه هم د قاچاًق لاره بنده سي.

هلمند د پاكستان سره پر پوله د بارامچې په نوم ډيره مهيمه او ستراتيژيكه لاره لري، چي هميشه ورباندي د نشه يي توكو د قاچاقبرو تر څنګ وسلوال په ډيره ازادانه توګه تګ او راتګ كوي.

د هلمند چارواکو په خبره امنيتي حالت د ورځي نه بلي ته د ښه كيدو په حال كي دى چي علت يې د پاكستان سره ددغه پراخي ګډي پولي كلكه څارنه بولي.

دوی وايي نور سرحدي پوليسو ددې توان پيداكړى چي سرحد وساتي او چنګياليو ته دتګ راتګ پر مهال خنډونه جوړ كړي.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل