1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلمند: طالبان يو وار بيا بزگران د کوکنارو کښت ته هڅوي

۱۳۹۰ آبان ۲۹, یکشنبه

د هلمند چارواکي وايي، چي وسله وال طالبان خلک دې ته هڅوي تر څو په خپلو مځکو کي کوکنار وکري. دا په داسي حال کي ده چي سږ کال په هغه ولايت کي تر ټولو ډير پر دولتي مځکي باندي کوکنار کرل سوي دي.

https://p.dw.com/p/13Dv5
په هلمند په يوه سيمه کي د ترياکو ټولول
په هلمند په يوه سيمه کي د ترياکو ټولولانځور: picture alliance/dpa

د هلمند امنيه قومندان مل پاسوال محمد حكيم انګار وايي، چي په ولسواليو کي اوس هم وسله وال طالبان خلک دې ته هڅوي، چي په خپلو ځمكو كي كوكنار وكري.

انګار وايي په هلمند ولايت کي زياتره کوکنار په دښتو کي كرل سوي دي او وسله وال مخالفين ځكه خلک د كوكنارو كښت ته هڅوي، چي هغوئ خپلي ګټي پکښي ويني.

قوماندان وويل وسله وال مخالفين د خپلو وسلو او مهماتو د پوره كولو له پاره له خلكوڅخه د عشر په نامه ترياک اخلي.

امنيه قومندان وايي كه چاته د فوډ زون پروګرام رسېدلی وي كه نه، دوی به په سيمه كي د ترياكو بوټى پرېنږدي او قانون به پلى كوي.

خو د ناوې، مارجې، نادعلي او ګرشک ولسوالان بيا وايي، چي ددغو ولسواليو په دښتي دولتي ځمكو كي اوس هم ډير ترياک كرل سوي دي.

دنادعلي ولسوال حبيب الله شملانى وايي، يوازي د نادعلي ولسوالۍ په د ښتو كي تر سل زره جريبه زياته ځمكه اوس هم په كوكنارو لړل سوې ده.

« دا کار ټول زموږ د وطن دښمنان کوي. بزگرو ته وايي، چي کوکنار وکري او هيڅ داسي څوک نسته چي دوی ته دي څه ووايي.»

بل خوا بيا ولسوالان شكايت كوي، چي د پوليسو تشكيل ډير کم دی او په دې پوليسو يوازي كولای سي دسيمي امنيت خوندي كړي.

د ګرشک ولسوال حاجي سليم رودي وايي، دغه ولسوالي د يو لوی ښار په درلودلو سره پراخ مساحت لري، چي په اوسنيو پوليسو يي ساتنه ناشونې ده.

هغه وايي كه پوليس كم وي نو دوی نسي كولای په سيمو كي كرل سوي ترياک واړوي. نوموړى په عين حال كي له دولت څخه غوښتنه كوي چي د يوشمېر رانيول سويو سپين ږيرو په خوله دوی د قانون له پلي كيدوڅخه راګرځوي.

چارواكي په داسي حال كي پرغصب سوو ځمكو د كوكنارو د كر زياتوالى ښيي، چي دا مهال يو ميليون او اته سوه زره جريبه دولتي ځمكه د زور واكو او قاچاق وړونكو له خوا غصب سوې ده.

مجتبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل