1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هلموت کول د یو لړ ځانګړو مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شو

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

د پخواني صدراعظم هلموت کول درناوي په مراسمو کې د انګلامرکل سربیره د امریکا پخواني ولسمشر بل کلنټن او د نړۍ ګڼ شمیرو مشرانو او سیاسي څیرو ګډون کړی وو. نوموړي د شپیر په نامه ښار کې په یوه کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو.

https://p.dw.com/p/2fm2J
Speyer Dom Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د هلموت کول د درناوي مراسم نن د شنبې په ورځ د فرانسې په شتراسبورک ښار د اروپايي ټولنې د پارلمان په ودانۍ کې پیل او تر ۱۲ ساعته مراسمو وروسته د آلمان په جنوب غربي سیمه د شپیر ښار په یوه کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. په دې مراسمو کې د نړیوالو سیاسي او اغیزناکه څیرو ترڅنګ سلګونو کسانو برخه اخیستي وه.

 تر دې رسمي او دولتي مراسمو وروسته، د هلموت کول جسد د هلیکوپتر، کښتۍ او د نظامي پریډ په بدرګه کولو سره د هغه پلرني ښار لودویګس هافن ته انتقال شو. په دې ښار کې تر مراسمو او د خلکو تر درناوي وروسته د هلموت تابوت دې ښار ته څیرمه د شپییر په نامه ښار ته انتقال شو. په دې ښار کې د هغه د خپلوانو، د کورنۍ د غړو او د هغه د دوستانو لخوا ځانګړي مراسم ترسره شول.

Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Probst

د شپییر ښار د کلیسا په مخ کې په داسې حال کې چې سلګونه کسان د هغه درناوي ته ولاړ وو، د هلموتو تابوت ته د آلمان د پوځ له خوا درناوی وشو او د هغه تابوت د آلمان د یو شمیر سرتیرو لخوا په اوږه انتقال شو. د دې مراسمو له پاره ټینګ امنیتي تدابیر هم نیول شوي وو. 

Ludwigshafen Trauerzug für Altkanzler Kohl
انځور: picture-alliance/dpa/F. Rumpenhorst

د شپییر د کلیسا کشیش د مراسمو په ترڅ کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې نن موږ د هر مذهب، هر توکم او هر هغه چا سره په ګډه چې د هلموت کول مرګ ورته احساس ورکوي او د هغه د ژوند هڅو ته درناوی لري، په ګډه د هغه د درناوي مراسم ترسره کوو. په دې مراسمو کې کابو ۱۵۰۰ کسانو برخه اخیستې وه.

Speyer Dom Trauerfeierlichkeiten für Altkanzler Kohl
انځور: Getty Images/AFP/T. Schwarz

په عین وخت کې د دویچه ویله خبریال، بیرنت ریګیرت د آلمان په راتلونکو ټاکنو کې د صدراعظمۍ څوکۍ ته د آلمان د سوسیال دموکرات ګوند له نوماند، مارتین شولڅ سره خبرې کړي. نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې د هلموت کول لخوا د اروپا او د آلمان ترمنځ د نږدې اړیکو په درک کولو سره، نوموړی یو ډیر پیاوړی شخصیت جوړ شو.

د هلموت ژوند ته لنډه کتنه

هلموت کول په ځوانۍ کې لا لوړ هدفونه درلودل. هغه ځان د کونراد ادېناور، يعنې د آلمان د لومړي صدراعظم، وارث نه ګاڼه. خو د «زړو خلکو» له امکاناتو څخه کول ګټه واخيستله. په راينلند فلڅ آيالت کې د ځوان سياستوال په توګه يې ادېناور د سي دي يو ګوند آيالتي غونډې ته بللی وو او پخوانی آيالتي صدراعظم، پېتر التماير، يې نه وو خبر کړی. ادېناور بيا راغی چې دا د کول يوه مهمه لاسته راوړنه وه.

هلموت کول عصري ژوند ته متوجه وو. په اويايمو کلونو کې يې د آيالتي سياستوال په توګه د رسنيو قدرت او ځواک درک کړ. هغه به په اوګرسهايم کې تل خبريالان خپل کور ته پرېښودل. کول تل لوړ هدفونه درلودل او ډېر ګړندی سړی وو. دا په هغه وخت کې د مخکښانو افکار وو.

Delors bei Kohl in Bonn
انځور: Picture alliance/O. Berg

د ۱۹۸۲ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه هلموت کول خپل سياسي خوب او خيال رښتيا کړ. اطرافي ځوان کول د حکومت مشري مني او د «نړيوال سياستوال» هلموت شميت ځای نيسي. په دغه مهال کول د ټولنې له کيڼ اړخ څخه تر نيوکو او ملنډو لاندې راځي. کول له «ناک» سره نشبيه کيږي، خو د هغه سياسي مهارت او ګړنديتوب بيا وروسته هر چا ته څرګند شول.

مايکه ريشتر کول له ۲۰۰۵ کال راهيسې له کول سره ملګرې شوه او درې کاله وروسته يې واده ورسره وکړ. په دغې ۵۳ کلنې اقتصادپوهې باندې تل نيوکه شوې ده چې د کول د ژوند په هکله د پرېکړې حق بل چا ته نه ورپرېږدي. د کول د دوو زامنو له خوا له خپل پلار سره د فاصلې نيولو د پرېکړې پړه هم په دې باندې اچول کيږي. د زوددويچه ورځپاڼې په ۲۰۱۲ کال کې حتی ليکلي وو: «هغه دی پالي، حفاظت يې کوي او هغه کنترولوي هم.»

Flash-Galerie Altkanzler Kohl
انځور: AP

د ۱۹۹۰م کال د جولای د ۱۴مې او ۱۶مې نیټې تر منځ نوموړي د آلمان د يووالي په ګټه ګامونه واخيستل شول. کول او ګېنشر په مسکو او په قفقاز کې ول، يعنې د ګورباچوف په ټاټوبي کې. پوښتنه په ناټو کې د يو ځای شوي آلمان د غړيتوب په هکله وه. ګورباچوف دغه خبره ومنله. دا د آلمان د يووالي په لور وروستی ستر خنډ وو.

هلموت کول له ۱۹۸۲م کال څخه تر ۱۹۹۸م کلونو پورې د ۱۶ کلونو له پاره د آلمان د صدراعظم په توګه دنده ترسره کړه او د روانې جون میاشتې په ۱۶ نیټه په ۸۷ کلنۍ ومړ.

پر دې موضوع ویډیويي رپوټ دلته کتلای شئ: 

د آلمان د پخواني صدراعظم خاورو ته د سپاره مراسم