1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او افغانستان څلور تړونونه لاسليک کړل

۱۳۹۱ آبان ۲۲, دوشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزي او د هندوستان لومړي وزير من موهن سنگ د اقتصادي پراختيا په برخه کي څلور تړونونه لاسليک کړل. کرزي له هندوستانه وغوښتل چي په افغانستان کي پانگونه وکړي.

https://p.dw.com/p/16hUc
انځور: Reuters

دغه څلور سندونه چي نن د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د نوامبر۱۲) د افغانستان او هندوستان تر منځ لاسلیک سول، د کانونو، کوچنيو پراختيايي پروژو، د ځوانانو چارو او کيمياوي سري په برخه کي دي.

دواړو مشرانو په نوی ډهلي کي په يوه خبري غونډه کي وويل، چي پتېيلې ئې ده خپلي اړيکي نوري هم ژوري کړي، او د اقتصادي فعاليتونو په برخه کي د کرهڼي او کانونو په برخه کي خپلي همکارۍ نوري هم پراخي کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزی له من موهن سنگ سره تر خبرو وروسته په نوی ډهلي کي وويل، چي د طالبانو رژيم تر ړنگېدو لس کاله وروسته بايد نړيوال شرکتونه په افغانستان کي د پانگوني په برخه کي خپل چانس له لاسه ورنه کړي.

هغه خبريالانو ته وويل:«په افغانستان کي د پانگوني له پاره شرايط برابر دي. موږ راتلونکي ته خوشبينه يو او په خپل وطن کي د دوی پانگوني ته لاره څارو.»

هغه زياته کړه:«ما د دې له پاره هندوستان ته سفر کړی دئ، چي په ځانگړې توگه د دغه هيواد شرکتونه په افغانستان کي پانگوني ته راوبولم.»

دواړو مشرانو په خپلو منځونو کي د همکاريو پر پراختيا باندي ټينگار وکړ
دواړو مشرانو په خپلو منځونو کي د همکاريو پر پراختيا باندي ټينگار وکړانځور: AP

هندوستان د طالبانو رژيم تر نسکورېدو وروسته له افغانستان سره نزدې دوه ميليارده ډالره مرسته کړې ده. دغه هيواد په افغانستان کي د امنيت راتلو او پکښې د پانگوني علاقمند دئ، چي په دې سره تر ۲۰۱۴ کال وروسته د طالبانو د واک ته رسېدو مخنيوی وسي.

خو په افغانستان کي د دغه هيواد هرډول فعاليت د هندوستان د سيال هيواد پاکستان د حساسيت سبب گرځي، چي گويا په افغانستان کي د هندوستان نفوذ ډير نه سي. لېکن افغانستان چي له هندوستان سره نژدې اړيکي لري هر وخت ويلي دي، چي له دغه هيواد سره نژدې اړيکي پر نورو هيوادونو باندي منفي اغېزې نه کوي.

د هندوستان لومړي وزير من موهن سنگ په پاکستان کي مېشتو وسله والو ياغيانو ته اشاره وکړه او وئې ويل، چي نړیواله ټولنه«د ترويزيم د فعاليتونو پرضد مبارزې سربيره چي په گاونډيو هيوادونو کي ئې ريښې اوبيږي» له افغانستان سره مرسته کوي.

سينگ وويل:«هندوستان له افغانستان سره د مرستو په برخه کي پر خپلو ژمنو باندي ولاړ دئ.»

د تيرکال د نوامبر په مياشت کي افغانستان او هندوستان «ستراتيژيکي همکارۍ» پيل کړې چي موخه ئې په امنيتي او اقتصادي برخو کي د همکاريو ژوروالی دئ.

کرزي په تيرو دوو ورځو کي له لوړپوړو هندي چارواکو سره د ليدنو کتنو پرمهال هغوی ته په افغانستان کي د پانگوني بلنه ورکړه.

دويچه ويله/ مهرنوش انتظاري
کتونکی: نجيب الله زیارمل