1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او پاکستان بيرته خبري سره کوي

۱۳۸۸ اسفند ۶, پنجشنبه

هندوستان خپله علاقه مندي او تشويشونه لري ، او د افغانستان په موضوع کښي بايد د پاکستان سره ګډ کار وکي . د امريکا متحده ايالات پاکستان ته نژدې کيږي ، تر څو په افغانستان کښي يې ملاتړ پلاس راوړي

https://p.dw.com/p/MAZz
Pakistan Indien Neue Eiszeit Symbolfoto Flaggen Eiszapfen Grafik: DW / Olof Pock 01.12.2008

د بمبيي د ترهګري حملو څخه تر يوه کال يو څه اضافه تيريږي ، خو د هغه خاطرې به ډير هندوستانيان په ژوند کښي هيڅ هيري نکړي . د چايو يو خرڅونکی چه تقريباً پخپله نژدې ددغي حملې قرباني ؤ ، وايي ،

«خداي دي بيا هيڅ وخت داسي نه پيښوي . کله چه زه يوازي يم ، هميشه ددغي پيښي په باب چُرتونه وهم . بيا نوزه دډيري بيري څخه بيديدلاي نسم . »

يو ترهګري عمل چه د پاکستان په خاوره کي طرحه سوی ؤ . د هندوستان او پاکستان روابط تر هغه وروسته کاملأ خراب او قطع سول . داچه ددوی تر منځ به بيرته مناسبات رامنځت کيږي ، چايې فکر نه کاوه ، خو سربيره پر هغه هندوستان ، پاکستان د خبرو دپاره رادعوت کی .

د پاکستان خارجه وزير شا محمود قريشي وايي ،

« زه فکر کوم ، چه دا يو مثبت تحول دی . پاکستان د هندوستان سره هميشه د مناسباتو عادي کول غوښتل . ددواړو هيوادو تر منځ هراړخيزه خبري او ډيالوګ يوه ضروري پروسه ده . »

خو دغه خبري او ډيالوګ د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر د بمبيي د ترهګري حملوراوروسته کاملأ له منځه تللي وه . هندوستان په دغو حملو کښي د پاکستان يوه بله دښمني ويني ، چه غواړي د زرهاوو هندوستانيانو ويني توی سي . او يا لږ تر لږه دا ګمان کوي چه پاکستان د ترهګرۍ په له منځه تللو کښي کوښښ نه کوي . ځکه نو دا کمه د تعجب خبره نده ،چه د هندوستان د خارجه وزارت مرستياله نيرومپاما راؤ هغه ته اشاره کوي ، او د پاکستان سره به يې د خبرو اصلي موضوع وي .

دا وايي ،

«موږ د بمبيي د ترهګرۍ دموضوع څخه ډير تشويش لرو ، چه هغه به زموږ تر منځ د خبرو اصلي موضوع هم وي . موږ به کرار کرار او په احتياط سره قدم واخلو . »

خو لکه څنګه چه ويل کيږي ، او که د پاکستان په خوښه وسي ، نو د کشمير پرموضوع به مثلأ خبري وسي . او يا د افغانستان پر موضوع باندي چه امريکا او اروپا هم ورسره علاقه لري . د کمه راهيسي چه غربيانود افغانستان د شخړي دپاره د خبرو يو بل حل کشف کړی دی ، او غواړي د طالبانو سره خبري وکي ، پاکستان د يوه بل لوی چانس د پيداکولو احساس کوي : يعني ددوی په منځ کي د منځګړي رول بازي ، او په عين حال کښي په افغانستان کښي خپله علاقه مندي وساتلای سي .

خو هندوستان بيا ددغه کار څخه ډير ناراضي دی ، او د طالبانو سره د سولي د خبرو مخالف دی . د پاکستان حکومت ته نژدې امنيتي کار پوهه شاهين اختر پدې عقيده ده ، چه د هندوستان د خبرو کولو پيشنهاد کوم تصادفي کار ندی .

دا وايي ،

« هندوستان خپله علاقه مندي او تشويشونه لري ، او د افغانستان په موضوع کښي بايد د پاکستان سره ګډ کار وکي . د امريکا متحده ايالات پاکستان ته نژدې کيږي ، تر څو په افغانستان کښي يې ملاتړ پلاس راوړي . »

که څه هم پاکستان او هندوستان په لوړه سويه خبري نه سره کوي ، خو لږ تر لږه بيرته سره خبري کوي ، او که هغه دوام پيدا کي ، نوپخپله يو لوی برياليتوب دی .