1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان او پاکستان کيدای سي توري له تېکو راوباسي

۱۳۸۷ آذر ۱۲, سه‌شنبه

د هندوستان په بمبيي ښار کي د وروستيو ترورستي ګوزارونو له کبله په جنوبي اسيا کي د دواړو اټومي ځواکونو يعني هندوستان او پاکستان تر منځ شخړي لاپسي پراخه بڼه خپله کړې ده

https://p.dw.com/p/G7eA
د هندوستان او پاکستان تر منځ پوله باندي هندي او پاکستاني عسکر د خپلو بيرغونو سره
د هندوستان او پاکستان تر منځ پوله باندي هندي او پاکستاني عسکر د خپلو بيرغونو سره

د « پريس ټرست اف انډيا» د راپور سره سم په بمبيي کي د خونړيو ګوزارونو له کبله د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت په هندوستان کي د پاکستان سفير احضار کړی وو، دنوموړي راپور سره سم په دغه کتنه کي د پاکستان و سفير شهيد ملک، ته د لومړي ځل لپاره دهندوستان د حکومت لخوا رسمي شکايت وړاندي سوی دی.

ددغه راپور له مخه پر پاکستان تور لګول سوی چي د اسلام آباد حکومت په پاکستان کي د تروريزم سره په مبارزه کښي ناکامه سوی دی.

دهندوستان حکومت ترفشار لاندی

په داسي حال کي چي بيا پخپله د هندوستان حکومت د يادو سوو ګزارونو له کبله خورا سخت تر فشار لاندي دی.کيدای سي چي په هند کي د راتلوونکو ټاکنو په خاطرچي په راتلوونکي پسرلي کي به ترسره کيږي د هندوستان حکومت دا څرګندوني کوي، حتی د هندوستان حکومت په بمبيي کي د شخړو پرمهال هم ددغو ګوزارونو مسولين پاکستاني عناصر بللي ول.

دا خبره نو پاکستاني مطبوعاتو پرته له کوم ځنډ څخه خپره کړې ده، که څه هم چي هندي مطبوعاتو داسي راپورونه خپاره کړي چي د بمبيي د ګوزارونو وروسته يوه نيول سوي ترورست د تحقيقاتو پرمهال ويلي چي دی په پاکستان کي دبمبيي د ګوزارونو لپاره د لښکر طيبه اسلامي ترورستي ډلي لخوا روزل سوي دي، لاکين د پاکستاني پوليسو بيا ويلي چي نيول سوی کس د پاکستان په هغه سيمه کي چي ياده کړې يې ده هيڅ سوابق نه لري.

نيشن نومي پاکستانۍ خبري پاڼي بيا په انتقادي ډول يو راپور خپور کړی چي پکښي ويل سوي« د هندوستان حکومت چي د هغه هيواد دکانګرس ترلارښود لاندي کار کوي او ددې لپاره چي ځان وژغوري نو د تورو شرنګهار پيل کړی دی »

په بمبيي کي د تاج محل هوټل تر غميزي وروسته خلک د عکاسی پر مهال
په بمبيي کي د تاج محل هوټل تر غميزي وروسته خلک د عکاسی پر مهالانځور: AP

په دې ډول دغه د ښی لاس محافظه کاره خبري پاڼه زياتوي« که په هندوستان کي بيا عقل او منطيق حاکم نسي نو کيدای سي چي ژر ترژره د څو ورځو په اوږدوکي هندوستان او پاکستان يو دبل و مخ ته ودريږي »

پاکستانی پوځيان د تروريزم پر ضد مبارزه د پوښتني وړ ګڼي

نه يوازي د هندوستان او پاکستان دحکومتونو ترمنځ د شخړي لمن پراخيږي بلکي د دواړو هيوادونو د پوځيانو ترمنځ هم وسواس مخ پر ډيريدو دی، د نيوز په نامه خبري پاڼه حتی د دواړو خواوو ترمنځ موافقې ته د نه رسيدو د ګواښ يادونه کوي، ددې پاڼي د راپور له مخه پوځ داسي فکر کوي چي د هندوستان حکومت ژرترژره روغي جوړي ته حاضريږي، حتی په تيره يکشنبه باندي د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، د پاکستاني پوځ د شکمن فشار له کبله ويلي چي دی نو نور نيت نه لري چي د پاکستان د استخباراتو (ای،ايس،ای) اداري مشر هندوستان ته واستوي، چي په نتيجه کې نو د هندوستان تر تورونو لګولو وروسته د پاکستان پخپله دا نوښت کارولی دی.

د پاکستان دپوځ يو لوړ پوړي افسر پاکستاني مطبوعاتو ته ويلي چي هندوستان پاکستان ته د پاملرني وړ پايلي ګواښ کړی دی خو دا موضوع بيا د پاکستان د حکومت لخوا رد سوې ده.

دپاکستان پوځ اوس ګواښ کړی که چيري د هندوستان او پاکستان ترمنځ روانه شخړه شدت ومومي نو اسلام آباد مجبور دی چي د افغانستان سره پر پوله ميشت سل زره پاکستاني عسکر و ختيځو پولو يعنی د هندوستان خواته انتقال کړي.

په دې اړوند د شمالي اتلانتيک پوځي دفاعي تړون (ناټو) او د امريکا متحدو ايالاتونو ته هم خبر ورکول سوی چي له دې وروسته به پاکستاني پوځيان د افغانستان سره پرپوله په قبايلي سيمو کي د تروريزم سره مبارزه ته دوام ورنه کړي ،په دې سره نو کيدای سي په افغانستان کي وضع لاپسي خرابه سي.

په دغسي حالت کي طالبان او القاعده شبکه کولای سي چي پرته له کوم خنډ څخه په افغانستان کي ګوزارونه ترسره کړي او هلته وضع چي پرته له دې هم اطميناني نه ده لاپسي خرابه کړي. دا به نو د لوديځ لپاره يوه ډيره خطرناکه صحنه وي.