1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان بيرته د پاکستان سره خبري کوي

۱۳۸۸ بهمن ۱۶, جمعه

دبمبيي په ښار کي دترهګري ګوزار دپيښی را پدیخوا دا لمړي ځل دی چي هند له پاکستان سره ديپلوماتيکی خبرو ته خپل چمتوالی ښودلی دی . که ددوی تر منځ سوله رامنځته سي، نو پر افغانستان به هم مثبته اغيزه وکي

https://p.dw.com/p/Ltca
د هندوستان او پاکستان صدراعظمان من موهن سنګ او رضأ ګيلاني
د هندوستان او پاکستان صدراعظمان من موهن سنګ او رضأ ګيلانيانځور: AP

دهند له نظره دخبرو آجندا به دترهګري او دکشمير موضعګانی وي :

د 2008 ميلادی کال دنومبر په میاشت کی دهند دبمبه يي يا ممباي په ښار کي ديوه خونړی تروريستي ګوزار دپیښی څخه را پدیخوادلمړي ځل دپاره هند اوپاکستان غواړی چی دبهرنيو چارو دوزيرانو په سطحه پر ټاکلو مسايلو سره وغږيږي .ددوی خبري به دتروريسم سره دمبارزې او ټولو نوروهغه مسايلو باندي وي ،چي ددواړو هیوادونوترمنځ دسولي او دثبات ديوې فضا دمنځ ته راوړلو په لاره کي ګټه رسولی شی . دغه خبر دپنجشنبې په ورځ دهند دحکومتي کړیو له خوا خپور شويدی . دپاکستان دبهرنيو چارو دوزارت له خوا ددغه خبر ډیرښه هرکلی شوی دی .

څنګه چی دهند دحکومت په خبرکی ويل شوي دی ، بايد دغه خبری پرته دمخکنيو شرطونو څخه پيل شي . او دا هم کيدای شي چی ددغه خبرو په هکله مخکی دمخه هيڅ ډول قضاوت ونسي .

دپاکستان دبهرنيو چارو وزيرشاه محمود قريشي په يوې تلوزيونی مرکه کي ويلي دي چی مونږ دا هيله لرو چی دغه خبري پيل شي او د هغه څخه مثبتي نتیجې لاس ته راسي . زما هيله داده چی مونږ دغه خبري بيا له هغه ځايه څخه پيل کړوچي دمخه قطع شوي وې . مونږ کولای شو په ټولو مربوطو مسايلو باندي خبری وکړو . په تيره بيا دکشمير دسیمي په هکله . دکشمير لانجه دشپږو لسيزو څخه راپدیخوا ددواړو هیودونو ترمنځ وجود لري او دغه سیمه ددواړو هیودونو ترمنځ يوه ويشل شوی سيمه ده .

د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولي په خاطر د تياتر يوه پارچه
د هندوستان او پاکستان تر منځ د سولي په خاطر د تياتر يوه پارچهانځور: Jutta Schwengsbier

د پاکستان او دهندوستان ترمنځ چي دواړه اتومي سلاو ی لري ، په 2004 میلادي کال کي دسولي خبری پيل شوي وې ،چی ددغه خبرو مهم ټکی همدغه دکشمير مساله وه . خو کله چي د 2008 ميلادي کال دنومبر په مياشت کي دممباي دښار تروريستي پيښه رامنځ ته شوه ، نو بيا ددواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ اړيکي لاپسي خرابي شوې . هند وايی چي دممباي دښار په تروريستي ګوزار کي دلشکر طيبه په نامه دهغه تند لاري پاکستانی سازمان لاس دی چی اوس په پاکستان کی هم يو ممنوعه سازمان بلل کيږي .

د 2008 ميلادي کال دنومبر په مياشت کي دهند دممباي پر 2 لوکسو هوټلونو باندی په يوه تروريستي ګوزار سره لږ تر لږه 166 انسانان ووژل سول ، چي په وژل شوو کسانو کي 10 تنه ګومانی ترهګران هم شامل وه .

له بله پلوه پاکستان له دی امله هم ډير انديښمن دی چی هند په افغانستان کی هم ډيري پانګي اچونی کړيدي او که چيري په افغانستان کی دهند نفوذ ډير شي نو طبعاً پاکستان په دغه ګاونډي هیواد کي خپل نفوذ له لاسه ورکوي .

AFP / فضلي

کتونکی : محمد قاسم نوري