1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: ترافیکي پیښې ۴۷ تنه وژلي دي

۱۳۹۱ مرداد ۲۱, شنبه
https://p.dw.com/p/15nyc

د المان خبري آژانس د هندوستان د پولیسو په حواله خبر ورکړی دئ چې د دغه هیواد په شمال کې د یوه سرویس موټر د چپه کیدو له امله ۴۷ تنه وژل شوي دي. دغه پیښه د هیماچل پردیش، په ایالت کې رامنځ ته شوې ده.

د دغه ایالت د پولیشو مشر د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې ۳۹ تنه ځای پر ځای وژل شوي او نورو اتو کسانو بیا وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې ده. د هغه په وینا په پیښه کې نور ۲۵ تنه ټپیان هم دي. زیاته شوې ده چې د پیښې لامل لا معلوم نه دئ او په اړه ئې پلټنې روانې دي.