1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان ته د آلمان د ولسمشر سفر پيل سو

مسعود جهش/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظم یوآخم ګاوک په یوه رسمي سفر د هندوستان پلازمینې ډهلي ته رسېدلی دی. له ګاوک سره د سوداگرو یوه ډله هم مل ده. د هندوستان لومړي وزیر منموهن سنک، د ولسمشر ګاوک هرکلی کړی دی.

https://p.dw.com/p/1B2sI
انځور: Getty Images/Afp/Prakash Singh

هندوستان او برما ته د آلمان د ولسمشر د دې نهه ورځني سفر هدف له دواړو هیوادونو سره د اقتصادي اړیکو پياوړي کول ښوول شوی دی. خو په عین حال کې پر بشري حقونو او د فقر پر کمولو باندې هم خبري اترې کیږي. په عین حال کې گاوک غواړي چې په ښوونځیو او دغه راز انکشافي پروژو کې هم معلومات ترلاسه کړي. پر سوداگرۍ سربیره له هندي چارواکو سره د ګاوک د خبرو اترو یوه بله مهمه موضوع د ښځو حقوق دي.

کاوک به هندوستان ته د خپل سفر پر مهال ډهلي او بنگلور ته ولاړ شي. له ګاوک سره په دې سفر کې د هغه ملگرې دنیلا شود، د آلمان د پرمختیا چارو وزیر گیرد مولر او یو شمیر لوړپوړي سوداگر مل دي.

د ولسمشر هرکلی
د ولسمشر هرکلیانځور: picture-alliance/AP

د جمعې په ورځ به گاوک بنگلور ته ولاړ شي. هغه به په دې ځای کې د ای تي یا معلوماتي تکنالوژي له لویو شرکتونو څخه لیدنه وکړي. برما ته د خپل سفر پر مهال ولسمشر گاوک به د نړیوالي ټولني پر وړاندي د برما پر پرانیستني باندې ټینگار وکړي. هغه به همدا راز له ولسمشر تین سین، سره وویني.

پر دې سربیره پلان شوې ده چې ولسمشر گاوک به د نوبل جایزې له گټونکې ان سن سوچي، سره وویني. پر دې سربیره د آلمان ولسمشر به په برما کې گویته انستیتوت هم پرانیزي.

دا له ۱۹۸۶ کال راهیسې برما ته د یوه آلماني ولسمشر لومړی سفر دی. دغه هیواد تر څو کلونو انزوا وروسته، اصلاحات پيل کړي دي چې په پایله کې یې نړیوالي ټولني پر دې هیواد باندي خپل بندیزونه راکم کړي دي.