1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"هندوستان د افغان امنتي ځواک روزلو ته تيار دی"

۱۳۹۰ خرداد ۱۲, پنجشنبه

د هندوستان د دفاع وزارت ويلي چي د افغان ځواکونو په روزنه کي به لا ډيره ونډه واخلي. دغه خبره هغه د افغان دفاع وزير سره ترليدني کتني وروسته وکړې.

https://p.dw.com/p/11SpK
د هندوستان د دفاع وزير، اي کې انتوني.
د هندوستان د دفاع وزير، اي کې انتوني.انځور: UNI

د هندوستان حکومت لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، د هندوستان د دولت په استازيتوب د دغه هيواد د دفاع وزير، اي کي انتوني، د افغان ځواکونو روزلو ته خپل چمتوالی ښودلی دی.

دا په داسي حال کي ده چي د افغانستان د دفاع وزير، عبدالرحيم وردگ، په يو درې ورځني سفر هندوستان ته رسيدلی.

د افغانستان او هندوستان نږدې اړيکو اسلام آباد اندېښمن کړی. ځکه چي پاکستان افغانستان خپله سياسي سرمايه بلي.

پاکستان په افغانستان کي د هندوستان نفوذ ځکه نه سي زغملای، چي په دې حالت کي له دواړه خواو څخه د هند تر تاثيرلاندي راتلای سي.

تيره مياشت د هندوستان دولت ژمنه وکړه چي د افغانستان سره به 500 ميليونه ډالر نوي مرستي وکړي. په دې سره به په ورستيو لسو کلونو کي افغانستان ته د هندوستان ټولي مرستي دوه ميليارده ډالرو ته ورسيږي.

تر اوسه پوري په پوځي ساحه کي هندوستان د افغانستان سره په ډيره ټيټه کچه د سرتيرو په روزلو کي مرسته کوله خو ښايي چي دغه مرستي اوس لا ډيري سي.

د افغانستان په پوځي چارو کي د هندوستان لا ډير ګډون کيدای سي چي، د پاکستان لخوا د اعتراضاتو د رامنځ ته کيدولامل سي.

افغان حکومت د خپلو ځواکونو د روزلو پروګرامونه په وروستيو کي ځکه پياوړي کړي چي د روان کال په جولای کي به له بهرنيو ځواکونو څخه د امنيتي مسووليت د سپارلو بهير پيل کړي.

دغه بهير به د 2014 کال تر پاي پوري بشپړسي. د جوړسوي پلان له مخه به د 2014 کال تر پايه ټول بهرني پوځيان له افغانستان څڅه ووځي.

د افغانستان د دفاع وزير، عبدالرحيم وردگ، مخکي له دې چي هندوستان ته سفر وکړي ويلي ول چي، افغان حکومت د هندوستان د پوځي مرستو هرکلی کوي.

«موږ د هر هغه پروګرام هرکلی کوو چي افغان ځواکونه په دې وتوانيږي چي د خپل هيواد ساتنه وکړي. د پوځي مسايلو په ګډون، موږ غواړو چي د هندوستان سره خپلي اړيکي لا هم نږدې کړو.»

تر دوولسيزو وروسته اوس ښايي هندوستان د افغانستان سره د خپلو اړيکو د پراختيا په هڅه کي وي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل