1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د لیري واټن توغندی و ازمایه

۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبه

هندوستان یو د لیري واټن توغندی چې اټومي سرگلولې لېږدولای شي و ازمویه. دغه توغندی کولای شي چې ۵۰۰۰ کیلومتره لیري هدفونه په نخښه کړي. په دې ترتیت سره نو دغه توغندی له هندوستان څخه چین او اروپا ته رسیدلای شي.

https://p.dw.com/p/14gqQ
انځور: Reuters

دغه توغندی کولای شي چي یو ټن وزن لرونکې سر گلوله له ځان سره ولیږدوي. د هندوستان حکومت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه د رسنیو رپوټونه تائید کړل او ویویل چي ددې توغندی تر بریالۍ ازمویني وروسته هندوستان پخپله دفاعي ستراتیژي کي یو تاریخي پرمختگ کړی دئ.

تر دې مخکي د دغه توغندی توغول د نامناسبي هوا له کبله یوه ورځ ځنډول شوی ول. دغه توغندی ۱۷ متره اوږدوالی لري او تر۵۰۰۰ کیلو مترو پوري لیري واټن په نخښه کولای شي او تر یوه ټن پوري سر گلوله له ځانه سره لیږدولای شي. دې توغندی ته د اگني ـ پنځه «Agni-V» نوم ورکړل شوی دئ.

د توغندی تر بریالۍ ازمویني وروسته، د هندوستان لومړي وزیر منموهن سینگ، هغه ۸۰۰ ساینس پوهانو ته مبارکي وویله چي د اگني ـ پنځه توغندی د جوړولو له پاره ئې درې کاله کار کړی وو. د هندوستان د دفاع وزیر ویلي دي چي د دې توغندی ازموینه د هندوستان د توغندیو په پروگرام کې یو مهم پرمختگ دئ.

اوس مهال یوازي امریکا، چین، فرانسې، بریتانیا او روسیې په ښکاره توگه منلې ده چي د اټومي وسلو داسي لیږدوونکي توغندی لري چي کولای شي تر۵۰۰ کیلومتره لیري هدفونه په نښه کړي. دغه هیوادونه د ملگرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي.

د اگني ـ پنځه توغندی د ازمویني د پروگرام مسئول، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې ازموینه په ډیر ښه ډول تر سره شوې ده او ټاکل شوی هدف ئې په دقت سره وویشت.

په داسي حال کي چي لا تراوسه پوري غربي نړۍ د هندوستان د اټومي وسلو د لېږدونکي توغندی د آزمویني په اړه څه نه دي ویلي، چینایي رسینو د چهار شنبې په ورځ، چي د اگني ـ پنځه توغندی د ازمویني اصلي ورځ وه، د دې ازمویني په اړه ناخوښي څرگنده کړه وه.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل