1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د هاکې د لوبو کوربه توب له لاسه ورکړ

۱۳۹۰ شهریور ۱۵, سه‌شنبه

د هاکې د نړیوال فدراسیون چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل چې د هاکې د 2011 کال د اتلولۍ سیالۍ به اوس په هندوستان کې نه تر سره کیږی. دغه سیالۍ د هاکي په برخې کې تر ټولو مهمی لوبي دي چې د دغه سازمان له خوا په لاره اچول کیږي

https://p.dw.com/p/12Tz5
د روان کال د هاکي لوبی اوس په هندوستان کي نه تر سره کیږي
د روان کال د هاکي لوبی اوس په هندوستان کي نه تر سره کیږيانځور: AP

په هغې خبر پاڼې کې چې د هاکي د نړیوال فدراسیون لخوا خپره شوي راغلي چې د هندوستان د هاکي په فدراسیون کې د ستونزو له کبله دغه سازمان پریکړه کړي چې هندوستان دې د سږ کال  اتلولۍ کوربه توب و نه کړي. په خبر پاڼي کې د هاکي د فدراسیون د مشر، لیندرو نیګري، په حواله راغلي:

«مونږ خواښیني یو چې د دغه هیواد کوربه توب بل هیواد ته سپارو. دغه کار د لوبي د مینه والو، لوبغاړو او د لوبو د تنظیم کونکو لپاره ډیر سخت دی خو مونږ په دې فکر یو چی یوازې له دغې لاري کولای شو چې ښې اتلولۍ په لاره واچوو.»

اوس مهال په هندوستان کې د هاکي د لوبي د تنظیم دوه سازمانونه په کار بوخت دي. لومړی سازمان د «هاکي اندیا» او دویم سازمان «د هندوستان د هاکي فدراسیون» دی.

د هاکي نړیوال فدیراسیون ویلي چې په یوه هیواد کې د یوه ځانګړي سپورت د تنظیم لپاره باید یوازي یو سازمان شتون ولري چې د خپل مربوطه سپورت د تنظیم او ملي لوبو د په لاره اچولو پوره صلاحیت او مسؤلیت ولري.

اوس مهال د هاکي نړیوال فدراسیون د «هاکي اندیا» سازمان د هندوستان د هاکي د تنظیم کونکي سازمان په توګه په رسمیت پیژني. په خبر پاني کې د هاکې نړیوال فدرسیون هیله څرګنده کړي چي هندوستان وشي کولاي ترڅو په راتلونکې کې د هاکې د نورو لوبو کوربه توب وکړي. د هاکي د اتلولۍ په سیالیو کې د دغي لوبې مخکښ هیوادونه برخه اخلي.

د هاکي نړیوال فدراسیون ویلي چې د سږ کال د لوبو کوربه توب ته د کاندیدو هیوادونو نومونه به په راتلونکي اونۍ کې اعلان کړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل