1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان د گرمۍ له سختې څپې سره مخامخ دی

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۴ خرداد ۵, سه‌شنبه

په هندوستان کې د سختې گرمۍ څپه ښایي دا اوونۍ هم ادامه ولري. چارواکو د قربانیانو یو شمیر کورنیو ته د اقتصادي تاوان ورکولو ژمنه کړې ده. تر اوسه گرمۍ په دغه هیواد کې د سلونو کسانو ژوند اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1FWNV
انځور: picture alliance/ZUMA Press/P. K. Verma

د هندوستان چارواکو د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې تر اوسه د گرمۍ سختې څپې په دغه هیواد کې لږ تر لږه د ۵۳۹ کسانو ژوند اخیستی دی. زیاته شوې ده چې په قربانیانو کې زیاتره کسان په ساختماني چارو کې کارکوونکي کارگر، زیات عمر لرونکي کسان او یا هم هغه خلک چې کومه سرپنا و نه لري شامل دي.

د هندوستان سویلي ایالتونه اندهرا پردیش او تیلانگانا د گرمۍ سختې څپي وهلي دي. زیاته شوې ده چې په دغه ځای کې د یکشنبې په ورځ د تودخې درجه ۴۸ سانتي گراد ته رسیدلې وه. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په نوي ډهلې کې هم د تودوخې درجه ۴۳،۵ سانتې گراد ته رسیدلې وه او په دغه ځای کې هم ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اندهرا پردیش ایالت د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ادارې ځانگړي کمېشنر تولسي رانی، له فرانس پرس خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې زیاتره قربانیان هغه خلک دي چې په مستقیمه توگه په لمر کې کار کوي، د کارگر قشر سره تړاو لري او عمرونه یې تر ۵۰ کلونو زیات دي.

د راني، په وینا د گرمې د څپې له کبله د خلکو وژل کیدل د تیرې دوشنبې له ورځې راهیسې پیل شوي وو خو په وینا یې د اوونۍ په پای کې د سووځونکي گرمۍ له کبله د قربانیانو شمیر لوړ شو. ویل شوي دي چې د بنگال په مرکز کولکته کې دوه ټیکسي چلونکي په خپلو موټرو کې مړه شوي دي.

د گرمۍ څپې ادامه لري

حکومتي چارواکي په سویلي ایالتونو کې په دې هڅه کې دي چې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او هغوی ته سپارښتنه وکړي چې د ورځې په اوږدو کې د سختې گرمې پر مهال له کورونو څخه و نه وځي.

راني په خپلو څرگندونو کې وړاندې ویلي دي: «موږ له خلکو څخه غوښتنه کوو چې له احتیاطي تدابیرو څخه کار واخلي، لکه له چترۍ څخه استفاده وکړي، خولۍ په سر کړي، ډیر مایعات لکه اوبه او شړومبې وڅښي او نخي کالي واغوندي.»

ایالتي حکومتي ادارو هم په لیرې پرتو سیمو کې د مایعاتو د ویش مرکزونه جوړ کړي دي. پر دې سربیره په روغتونونو کې د گرمۍ د څپې له کبله د ناروغانو ډیر شمیر ته په کتو سره د ډاکټرانو رخصتۍ لغوه کړی شوې ده.

چارواکو همداشان د قربانیانو کورنیو ته ۱۰۰ زره هندي کلدارو د تاوان ورکولو ژمنه کړې ده.

د هندوستان د هوا پيژندنې ادارې د گرمۍ له څپې څخه د اغیزمنې شویو سیمو په هکله خبرداری ورکړی دی او ویلي دي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې هم دغه څپې ادامه ومومي.