1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هندوستان په پاکستان کې نیابتي جګړه کوي»

۱۳۹۶ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان د نیول شوي پروپاګند کوونکي، احسان الله احسان د اقرار یوه ویدیو خپره کړې چې پکښې ادعا شوې چې هندوستان له دغې ډلې څخه د نیابتي جګړې د پرمخ وړلو په موخه استفاده کوي.

https://p.dw.com/p/2bx7Y
Pakistan Taliban-Sprecher Ehsanullah Ehsan
انځور: Getty Images/AFP/H. Muslim

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګي د چهارشنبې په ورځ د احسان یوه ویدیو خپره کړه. احسان الله احسان د پاکستاني طالبانو د یوه ښاخ جماعت الحرار له مشرانو څخه یو دی.

احسان د هندوستان استخباراتي سازمان «راو» ته په اشاره کولو سره ویلي دي: «په شمالي وزیرستان کې تر عملیاتو وروسته موږ افغانستان ته وښتیدو. هلته موږ له هندوستان او راو سره اړیکې ونيولې.»

هغه زیاته کړه: «هغوی [طالبانو] د خپل هر فعالیت له پاره [له هندوستان څخه] پیسې تر لاسه کولې.»

احسان د خپلو خبرو په دوام کې وویل: «هندیانو هغوی ته [طالبانو] ته ځانګړې ویزې ورکړې وي چې وشي کولای په افغانستان کې په اساني سره تګ راتګ وکړي.»

احسان تر دې مخکې ځان پاکستاني چارواکو ته تسلیم کړی وو او اوس د پوځ په بند کې دی. هغه د رسنیو له لاري د پاکستاني طالبانو تبلیغات کول او د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د دغې ډلې لیکو ته نوي جنګیالي جذبول.

احسان الله احسان په ۲۰۰۸م کال کې د تحریک طالبان پاکستان له ډلې سره یوځای شو، او د جماعت الحرار او پاکستاني طالبانو د ویاند په توګه یې دنده ترسره کوله.

ویل کیږي چې جماعت الحرار چې له افغانستان څخه خپل فعالیتونه تنظیموي، په وروستیو کلونو کې په پاکستان کې یو شمیر خونړي بریدونه ترسره کړي دي. په دغو بریدونو کې په ۲۰۱۶م کال کي په لاهور کې برید هم شامل دی چې ۷۲ کسان پکښې ووژل شول.

زموږ له ارشيف څخه: