1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان: په یوه عبادت ځای کې نهه تنه وژل شوي دي

۱۳۹۱ مهر ۳, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16DCf

د هندوستان په ختیځ کې د هندوانو په یوه عبادت ځای کې د ازدهام له امله نهه تنه وژل شوي دي. دغه خبر د ځایي پولیسو له خوا ورکړل شوی دئ. زیاته شوې ده چې په دغه پیښه کې نور ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه پیښه د جارخند ایالت د دویگړهـ په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده. د نوموړې ولسوالې د پولیسو مشر د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه پیښه کې ۸ میرمنې او یو نارینه وژل شوی دئ. د المان د خبري آژانس په وینا د یکشنبې په ورځ هم د دغه هیواد په شمال کې په یوه عبادت ځای کې د ازدهام له امله درې تنه وژل شوي وو.