1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند افغانستان ته روسۍ الوتکي ورکوي؟

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ شهریور ۱۲, جمعه

يوه هندي ديپلومات ويلي دي چي کابل ته د روسۍ څرخۍ الوتکو او د هغو د اضافي پرزه جاتو د صادرولو په برخه کي به د کابل غوښتنو ته مثبت جواب ورکړي.

https://p.dw.com/p/1JuaT
انځور: picture-alliance/dpa/J. Jalali

په روسيه کي د هند سفير پنکج ساران، د پجشنبې په ورځ په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «په دې برخه کي [افغانستان ته د روسۍ Ми-25 ډوله څرخۍ الوتکو او اضافي پرزو] موږ کابل ته مثبت جواب وايو او په اړه ئې له خپلو روسي شريکانو سره مشورې کوو.»

دغه ديپلومات روښانه کړه چي په دې برخه کي کابل له ډهلی څخه غوښتنه کړې وه: «موږ به له روسي رشيکانو سره تر سلا مشورو وروسته دغي غوښتني ته مثبت جواب ووايو.»

په روسيه کي د هند سفير ساران دغه راز هغه معلومات رد کړل چي گويا افغانستان ته د روسۍ څرخۍ الوتکو د صادرولو په برخه کي امريکا متحد ايالات له هند سره په خبرو اترو کي دي: «زه نه پوهيږم چي دغه معلومات له کومه سول چي امريکا له هند سره په دې اړه خبري اتري کوي، زه په دغه شان ډيالوگ خبر نه يم.»

تر دې دمخه داسي راپورونه خپاره سول چي گويا امريکا متحدو ايالاتو له هندوستانه غوښتي دي چي د افغانستان د ملي اردو له پاره روسۍ څرخۍ الوتکي او اضافي پرزجات رانيسي، ځکه د روسيې پر پوځي صنعت باندي د امریکا له خوا بنديز له مخي اجازه نه سته چي له روسيې څخه مخامخ افغانستان ته الوتکي صادري سي.

«هند تيار دی د افغانستان د سولي په پروسه کي گډون وکړي»

دغه هندي ديپلومات دغه راز ويلي دي چي په افغانستان کي د ثبات د ټينگښت له پاره د خبرو اترو بڼه بايد پخپله افغانان وټاکي، او په هغو کښي بايد سيمه ايز لوبغاړي برخه ولري: «زه فکر نه کوم چي د هر هیواد بېلابيلي ډلي دي د افغانستان د ستونزي د حل لاره پیدا کړي. د سيمه ايزو هيوادونو له گډون پرته د افغانستان د ستونزي حل مشکل دی.»

په دې برخه کي د هر سيمه ايز يا نړيوال عمل ابتکار بايد پخپله د افغانانو په لاس کي وي. هغه زياته کړې ده: «که څوک داسي فکر کوي چي په دې لاره کي به بې له دې چي افغانستان وپوښتي د ستونزي حل ومومي، فکر نه کوم چي بريالي دي سي. که افغانان سيمه ايز او نړيوال ملاتړ غواړي نو له هغوی څخه بايد پوښتنه وسي چي په کومه بڼه ئې غواړي.»

پنکج ساران، وويل: «سوله هغه مهال راتلای سي چي د افغانانو احترام وسي او پرې ښوول سي چي دوی پخپله د سياسي پروسي مبتکر وي.»

هغه زياته کړې ده: «هند تيار دی چي د افغانستان په سياسي پروسه کي رول ولري.»