1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: ترهگر باید په بشپړه توگه له منځه ولاړ شي

۱۳۹۱ تیر ۹, جمعه

هندوستان له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د القاعدې شبکه، طالبان او لشکر طیبه په بشپړه توګه له منځه یوسي.

https://p.dw.com/p/15Nvo
انځور: dapd

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازی سنګ پوري، د پنجشنبې په ورځ د امنیت د شورا په یوه غونډه کې وویل چې د القاعدي او طالبانو د له منځه وړلو له پاره ټولیزو اقداماتو ته اړتیا لیدل کیږي.

سینګ پوري زیاته کړه چې ترهګري په افغانستان کې له مالي، ایدولوژیک او تدارکاتي لحاظه پر نورو هیوادونو باندې متکي ده: «موږ د ترهګری د سندیکا د له منځه وړلو له پاره چې طالبان، القاعده او لشکر طیبه پکښې شاملیږي، ټولیز اقدام ته اړتیا لرو.»

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي وویل چې نړیواله ټولنه باید داسې شرایط رامنځ ته کړي چې افغانان وشي کولای په سوله کې ژوند وکړي او پرته له بهرني فشار او مداخلي څخه د خپلې راتلونکې په اړه پریکړه وکړي. هغه زیاته کړه:

«د مخکې تلو له پاره موږ د نړیوالو ملاتړ ته اړتیا لرو. نړیواله ټولنه باید د حکومتوالي، امنیت او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د افغان حکومت ظرفیت لوړ کړي. په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې، پر مختیایي مرستې او د سیمه ییزو تعهداتو رامنځ ته کول د افغانستان له پاره ډیرې مهم دي.»

په ملګرو ملتونو کې د هندوستان استازي په داسې حال کې دغه خبرې وکړي، چې د پنجشنبې په ورځ هندوسنان په افغانستان کې د پانګونې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وو. په دې کنفرانس کې د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد پر پانګوالو غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

سنګ پوري ویلي دي چې د نوي دهلي کنفرانس د استانبول له بهیر او د افغانستان په اړه د توکیو له کنفرانس سره مستقیمه اړیکه لري. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکتوریا نولاند، د دهلي کنفرانس ډیر بریالي ګڼلی دﺉ.

هندوستان په تیرو یوولسو کلونو کې له افغانستان سره ډیرې نزدې اړیکې لرلي دي. هندوستان له افغانستان سره یو ستراتیژیک تړون هم لري چې له مخې ئې دواړه هیوادونه له یوبل سره په بیلابیلو برخو کې مرستې کوي.

هندوستان د طالبانو د رژیم تر راپرځیدو وروسته له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره مرستې کړې دي. هندوستان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دې هیواد کې د طالبان د بیا واک ته له رسیدو څخه اندیښنه لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض