1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او امريکا دفاعي تړون لاسليک کړ

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ شهریور ۹, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د سه شنبې په ورځ د هندوستان له لوړپوړو دفاعي چارواکو سره ویني. دواړو هیوادونو په خپل منځ کې د دفاعي اړیکو د پیاوړي کولو په موخه یو تړون لاسلیک کړ.

https://p.dw.com/p/1Js7b
انځور: Reuters/J. Ernst

کیري به د هندوستان له لومړي و وزیر نریندرا مودي، او د دې هیواد له نورو مشرانو سره وګوري چې د امریکا متحدو ایالاتو او هندوستان تر منځ سوداګریزې اړیکې پنځه برابره لوړې کړي او ۵۰۰ میلیارده ډالرو ته یې ورسوي.

له ګاونډي هیواد بنګله دیش څخه تر لیدنې وروسته، کیري به په هندوستان کې په «ستراتیژیک او سوداګریز ډیالوګ» کې برخه واخلي چې تیر کال د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما او د هغه د هندي سیال نرندرا مودي، له خوا پیل شوی وو. د دې ډیالوګ هدف د نوي دهلي او واشنګټن تر منځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړي کول دي.

دغه خبرې اترې تر هغه وروسته کیږي، چې دواړو هیوادونو تر دې یوه ورځ مخکې په واشنګټن کې یو تړون لاسلیک کړ. د دې تړون له مخې دواړه هیوادونه د یو بل پوځي اډو ته د ترمیمونو او توکو ترلاسه کولو په موخه لاسرسی پیدا کوي.

د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر، دغه تړون له خپل هندي سیال منوهر پاریکر، سره لاسلیک کړ.

کارتر وویل چې دغه تړون به د دواړو هیوادونو له پاره د ګډو عملیاتو پيلول له لوژیستیکي لحاظه اسانه کړي. کارتر د هندوستان او امریکا د ملګرتیا له ستاینې سره وویل: «موږ نن دغه ملګرتیا لا هم مخکې بیایو.»

کارتر زیاته کړه: «زه او پارکر به ګډ کار ته دوام ورکړو چې دا خبره یقیني کړو چې زموږ هیوادونه او پوځ یو له بل سره لا نزد ې کیږي.»

امریکا متحد ایالات په داسې حال کې خپل پام اسیا ته اړولی دی چې له چین سره یې اړیکې ډیري ښې نه دي. په دې برخه کې هندوستان ډیر ښه نقش لوبولای شي. خو چین هم خپل پوځي حضور پیاوړی کوي او په دې ترتیب سره په سیمه کې پوځي رقابتونه لا پسې ډیریږي.

تمه کیږي چې کیري به په هندوستان کې د افغانستان د وضعیت په اړه هم له هندي چارواکو سره خبرې وکړي.