1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او روسيې څو نظامي تړونونه لاسليک کړل

نسيم صابر (اندرياس)۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه

هندوستان او روسيې د څو ميلياردو ډالرو په ارزښت پوځي قراردادونه لاسليک کړل. دواړو هیوادونو د نورو همکاریو پر سر هم ټينگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/178Sa
انځور: Reuters

هندوستان ته د روسيې د جمهور رئيس ولاديمير پوتين د سفر پرمهال نن دوشنبه (۲۰۱۲ کال د دسمبر۲۴) په نوی دهلي کي دواړو هيوادونو له تکنالوژۍ څخه نيولې بيا تر زده کړو پوري لس قراردادونه لاسليک کړل.

په دغو قراردادونو کي يو هم د ۷۱ MI-17 ډوله څرخي جنگي الوتکو قرارداد دی. د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل سوي دي، چي د ۴۲ (سوخوی-۳۰MKI) ډوله جټ جنگي الوتکو بسته کاري به هم په هندوستان کي کيږي.

هندوستان دغه راز ويلي دي، چي د دوو ميلياردو ډالرو په ارزښت به يو اقتصادي صندوق هم جوړ کړي، چي د اړتیا په وخت کي دواړه هيوادونه کار ځني واخيستلای سي.

د هند لومړي وزير من موهن سنگ او د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين د افغانستان د کړکېچ، سوريې د جنگ او ايران د اټومي لانجي په اړه هم خبري اتري لرلې.

هند په نړۍ کي د وسلو ستر واردوونکی هيواد دی، چي په سلو کي ۷۰ سلنه وسلې له روسيې څخه واردوي. په برلين کي د «علم او سياست د بنسټ» د روسيې د چارو متخصصه مارګرېته کلاين په دې اند ده چې هند د روسيې له پاره يو تر ټولو مهم همکار هېواد دی:

«زه فکر کوم چې روسيه هند ته زياته اړتيا لري، نه بر عکس. هند په سيمه کې د چين د نفوذ په وړاندې يو بل مهم قطب دی. روسيه د عالي ټکنالوژۍ ډېر نور توليدات غواړي عرضه کړي.»

په دغو توليداتو کې داسې تجهيزات راځي لکه جنګي الوتکې، اوبتلونه او اتومي برېښناکوټونه.

پخواني ملگري

د دواړو هېوادونو تر منځ د نننۍ ستراتيژيکې همکارۍ بنسټ په۵۰ مو کلونو کې ايښودل شوی و. د ۱۹۵۵ کال په جون کې د هند اول لومړي وزير جواهرلال نهرو پخواني شوروي اتحاد ته سفر وکړ. نيکيتا خروشچف څو مياشتې وروسته هند ته سفر وکړ او د خلکو زړونه يې وګټل.

نهرو او خروشچوف
نهرو او خروشچوفانځور: Getty Images

ده وويل چې هند له پاکستان سره د کشمير پر سر په شخړه کې د يو مستقل دولت په توګه عمل کوي او هيڅ بل هېواد حق نه لري چې په دغه شخړه کې لاسوهنه وکړي. په شپېتمو او اويايمو کلونو کې هم مسکو هند ته وفاداره پاته شو. له دې کبله شايد هند شوروي اتحاد په ۱۹۶۵ کال کې له خپل اصلي دښمن پاکستان سره د اوربند پر سر په خبرو کې د منځګړي په توګه منلی وي.

د شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته هم د هند او روسيې تر منځ اړيکو دوام وموند. د روسيې د چارو کارپوهه کلاين وايي:

«هند په سیمه کې يو له هغو کمو هېوادونو څخه وو، چې د امريکا له متحده ايالاتو سره يې نزدې اړيکې نه درلودلې.»

سره له دې هم هند د امريکا متحده ايالاتو ته يو څه نزدې شوی دی. په ۲۰۰۸ کال کې د اټومي وسلو پر سر يو ناندريز تړون لاسليک شو چې هند پکښې د يو اټومي ځواک په توګه په رسميت پېژندل شوی دی. له دې لارې هند اټومي تکنالوژۍ او د سونگ موادو ته لاسرسی پیدا کړ. دا په داسې حال کې ده چې هند د پاکستان په څېر د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون نه دی لاسليک کړی.

روسيه بيا په خپل وار پاکستان ته نزدې شوې او اړيکي يې ورسره پياوړي کړې دي، چې هند يې په دقيقه توګه څارنه کوي. په دې اړه د سياسي چارو شننونکې مارګرېته کلاين وايي: «روسيه نه غواړي چې له پاکستان سره اړيکې دې له هند سره د اړيکو ځای ونيسي. دغه نزدې کېدل په هغه څه پوري اړه لري چې په ۲۰۱۴ م کال کې به په افغانستان کې پېښيږي، يعنی په امنيتي مسايلو پورې اړه لري.»