1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د اتومي وسلو ليستونه تبادله کړل

دويچه ويله/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ دی ۱۲, جمعه

۲۰۱۴م کال د پاکستان او هند پر سرحدي پوله د دواړو هیوادونو د لښکرو تر منځ د فيرونو په تبادلې او د دوی په وژل کیدو پای ته ورسید. خو ۲۰۱۵م کال د عادت له مخي د دواړو هیوادونو د اتومي تاسیساتو د ليستونو په تبادلي سره پيل شو.

https://p.dw.com/p/1EE5l
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

په ۱۹۸۸م کال کې د دواړو هیوادونو تر منځ د خپلو اټومي تاسیساتو د معلوماتو شریکولو تړون لاسلیک شو. د دې کار هدف دا وو چې د دواړو هیوادونو تر منځ د احتمالي جگړې د رامنځته کیدو په صورت کې یو هیواد د بل هیواد پر اټومي تاسیساتو يرغل ونه کړي.

په غلطي یا غیر قصدي توگه د اټومي تاسیساتو د په نخښه کیدو څخه د مخنوي له پاره د دواړو هیوادونو تر منځ د مخابراتي یا تلیفوني ارتباط د ټینگولو سیستم هم عیار شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزازت د معلوماتو له مخي دغه لستونه د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ مياشتي په اوله نېټه په نوي ډهلي او اسلام آباد کې د دواړو هیوادونو افسرانو ته سپارل شوي دي. د ۲۰۰۸م کال د موافقتنامې پر اساس پاکستان او هند په خپلو هیوادونو کې د بل هیواد د ملکي بندیانو نوملړونه هم یوه و بل ته تسلیم کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزرات له خوا د خپرې شوي بیانیې پر بنسټ په اسلام آباد کې د هندوستان یوه لوړپوړي دیپلوماتیک کمیسیون ته د ۵۲۶ هندي بندیانو ليست سپارل شوی دی. په دې نوملړ(ليست) کې د۵۰ ملکي وگړو تر څنگ ۴۷۶ تنه هغه هندي کب نیونکي هم شامل دي چې اوس د پاکستان په مختلفو محبسونو کې بندیان دي.

دې ته ورته یو ليست په نوي ډهلي کې د پاکستان سفارت ته هم سپارل شوی دی. خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په هند کې د پاکستاني بندیانو د شمیر په هکله څه نه دي ویلي. د یادوني وړ ده چې د پاکستان او هند تر منځ د بندیانو د ليستونو تبادله په کال کې دوه واري کيږي، یو وار د جنورۍ پر لومړۍ نېټه او بیا په جولای میاشت کې.

د فرانسې خبري آژانس په حواله ځنې وختونه بندیان د دواړو هیوادونو په محبسونو کې د خپل قید مودې تر تیرولو وروسته هم تر ډیره وخته پوري بې سرنوشته پاتيږي. د دغه آژانس په حواله دا ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کمزورو دیپلوماتیکو اړیکو له امله د اړینو قانوني مراحلو بشپړیدل ډیر وخت نیسي.

د اټومي تاسیساتو او قیدیانو د نوملړونو په هکله د معلوماتو شریکول په داسې وخت کې کیږي، چې یوه ورځ د مخه د لاهور په سرحد کې د دواړو هیوادونو د پوځیانو تر منځ د فيرونو تبادله شوې وه. په دې فيرونو کې د پاکستاني سرحدي ملېشې۲ تنه ووژل شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هند عالي کمیسار وروغوښت او د رامنځته شوي پیښي په هکله یې خپل اعتراض ثبت کړ.

د رویټرز خبري آژانس په حوال د ۲۰۱۴ کال په وروستۍ ورځ د جمو کشمیر په سیمه کې د دواړو هیوادونو په گډه پوله کې له هندي اړخه ۴ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. تر دغي پيښي یوه ورځ دمخه د هند په سرحد کې د دغه هیواد یو گومارل شوی عسکر وژل شوی وو.

د هند د سرحدي ځواکونو یو جنرال راکش شرما وویل: «موږ په اغیزمن ځوابي عمل سره په سامبا سیمه کې په نړیوال سرحد کې څلور تنه پاکستاني رینجر عسکر ووژل.»

په دې ورستیو وختونو کې د پاکستان او هند تر منځ د گډي پولي پر سر د شخړو په مختلفو پيښو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه ملکي خلک وژل شوي دي، په داسې حال کې چې زرونه نور بیا د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي. دغو پرله پسې نښتو ته په کتلو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د روغي جوړي امکانات ډیر لږ ښکاري.