1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د شانګهای غړیتوب ته لا نزدې شوي

آژانسونه / م.ج.۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

هندوستان او پاکستان د جمعې په ورځ د شانګهای همکاریو سازمان بشپړ غړیتوب ته لا نزدې شوي دي. له دې سره ښايي د دې سازمان چې مشري یې چین او روسیه کوي، اهمیت لا پسې ډیر شي.

https://p.dw.com/p/1JDX2
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/Host Photo Agency

د کریملن انترنتي پاڼې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین، په حواله لیکلي دي: «موږ تمه لرو چې زموږ متحدین [هندوستان او پاکستان] به وتوانیږي چې ژر تر ژره په قرغزستان کې زموږ تر غونډې مخکې، یوه موافقه وکړي.»

پوتین د هندوستان او پاکستان له خوا په دې اړه د یادښتونو تر لاسلیکولو وروسته، دغه څرګندونې کړې دي.

پوتین د ازبکستان په پلازمینه، تاشکنت کې چیرې چې د شانګهای د همکاریو سازمان غونډه روانه ده، وویل چې اوس د دې وخت رسیدلي چې په دې سازمان کې د هندوستان او پاکستان د ادغام له پاره کار وشي چې په کې د سازمان د غړی هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو منظمې غونډې هم شاملې دي.

د کریملن په انترنتي پاڼې کې همداراز راغلي دي چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، هم د شانګهار د غړیتوب ترلاسه کولو په برخه کې د روسي ولسمشر له همکاریو مننه کړې ده.

پوتین رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان او هندوستان غړیتوب په په سیمه او نړۍ کې د شانګهای د سازمان اهمیت لا پسې ډیر کړي.

د ازبکستان ولسمشر اسلام کریم، د جمعې په ورځ سیمه ییزو رسنیو ته ویلي دي چې د پاکستان او هندوستان د غړیتوب پر سر خبرې اترې ستونزمني وې، خو په پای کې غړي هیوادونه یوې پایلي ته ورسیدل.

د شانګهای همکاریو په سازمان کې پر چین او روسیې سربیره قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان او ازبکستان هم غړیتوب لري. د دې سازمان تر ډیره بریده پورې پر امنیتي مسایلو باندې متمرکز دی، خو منتقدین یې بیا وایي چې دې سازمان غړي ضعیفه غړ ي، له افغانستان څخه د احتمالي خپریدونکې ناامنۍ له پاره نه دي چمتو کړي.

یو شمیر کسان بیا وايي چې چین او روسیه هڅه کوي د دې سازمان له لارې په منځیني اسیا کې خپلې ګټې تامین کړي خو ډیر وخت د دغو دوو هیوادونو ګټې یو له بل سره په ټکر کې وي.

چنی اوس هڅه کوي چې د دې سازمان له پارې له منځیني اسیا سره خپلې لارې وتړي او یو ځل بیا د وریښمو د لارې له بیا جوړولو سره ځان نورو اسیایي هیوادونو ته ورسوي. روسیه بیا د منځني اسیا هیوادونو تر منځ پر آزاد تجارت باندې ټینګار کوی.