1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان په افغانستان کي د نفوذ پيداکولو پخاطر سره مبارزه کوي

۱۳۸۸ اسفند ۱۳, پنجشنبه

د جنوبي آسيا دغه دوه نه پخلاکېدونکي دښمنان او سيالان، پر افغانستان باندی د نفوذ موندلو يوې نوې لانجه کې سره ښکېل شوي دي، کوم څه چې د څېړونکو له نظره په افغانستان کې د هندوستان پر گټو باندی د گذارونو اور ته لمن وهي

https://p.dw.com/p/MJiB
انځور: AP Graphics/DW

تېره اونۍ پلازمېنه کابل کې يوه ځان مرگي بريد 7تنه هندوستانيان له منځه يووړل، په کومو کې چې حکومتي ماموران هم شامل وو. دا گذار له هغو دوو بميزو حملو څخه وروسته شوی، چې د 2008 ميلادي کال د جون او اکتوبر په مياشت کې د هند پر سفارت وشول .

په لندن کې مېشته د ستراتيژي څېړنو له نړيوال مرکز څخه د جنوبي آسيا کارپوه راول رای چودري د فرانسپرس آژانس ته د تلفون له لاری څرگنده کړه : د گذارونو هدف پر هندوستان باندی زوراچول دي، تر څو له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي . هند او پاکستان دواړه کوشش کوي، چې يو د بل نفوذ ته زيان ورسوي .

پر کابل باندی له دوو لسيزو نفوذ نه درلودلو څخه وروسته، هندوستان د کابل له نوي حکومت سره، کوم چې په 2001 ميلادي کال کې د امريکايانو لخوا د طالبانو له پرځونی سره رامنځ ته شو، کلکی اړيکی ټينگی کړې . له هغه راهيسی نوي ډهلي افغانستان ته پيسې ورکول پيل او له خپلو 1،3مليارده ډالرو سره په سيمه کې تر بل هر هېواد لوی مرستندوی گرزيدلی دی .

په جگړه ځپلي وران افغانستان کې څه ناڅه 4000 تنه هندوستانيان د سړکونو او برېښنا د مزيو د مرمت په چارو لگيا دي . حتی د افغانستان د پارلمان يا شورا نوې ودانۍ هم هندواڼو جوړه کړېده.

د څېړونکو په اند، دا په داسی يوه هېواد کې په اصطلاح قدرت اچونه ده، کوم ته چې پاکستان په اسلام آباد کې د بې امنيتۍ راوستلو د اصلي عامل په سترگه گوري .

په واشنگټن کې د صلحی د پاره امريکايي ټولنی څخه الکزاندر تير د فرانسپرس آژانس ته په خپل برېښنا ليک کې څرگنده کړې چې، پاکستان په افغانستان کې د هندوستان د لاس وهنی له کبله حياتي ملحوظات لري، او ورته يو ډول ايسارونه ښکاري .

افغانستان او پاکستان پوه الکزاندر تير زياتوي، پاکستان پر افغانستان باندی له ستراتيژيکي اړخه تکيه کوي، کوم به چې له هندوستان سره د بلی جگړې په صورت کې ورڅخه ملاتړ کوي.

په اسلام آباد کې حکومت پوره باور لري، چې په افغانستان کې د هندوستان لاس وهنه ورته خطرناکه او يو غيرضروري کړکېچ جوړوي .

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند عبدالباسط ويلي دي : موږ د اثبات کلک دليلونه لرو، چې هندوستان افغانستان د پاکستان د گټو پرضد لمسوي تر څو ورسره پاکستان څپڅپاند هم شي . نو ښکاره ده، چې موږ د هندوستان له کړووړو څخه اندېښمن يو.

پاکستان او هندوستان په 1947ميلادي کال کې له خپلې آزادۍ راهيسی درې ځله جگړې سره کړېدي، چې ورڅخه دوې جگړې د کشمير پر سر وې . دريمه جگړه د ختيز پاکستان چې نن ورځ بنگله ديش بلل کيږي .

دوی په 2004ميلادي کال کې يوه د صلحی ډېره سوکه روانه پروسه هم سره پيل کړې، کوم چې د 2008 ميلادي کال د نوومبر په مياشت کې د بمبيي پر ښار باندی د وسله والو کسانو په حمله سره په ټپه ودرېده. په هغه جمله کې 166 تنه ووژل شول .

نوی ډهلی پر پاکستان باندی دا تور پوری کوي، چې پر هندوستان باندی له حمله کوونکو څخه ملاتړ کوي او د هند حکومت ته ثابته شوې، چې په کابل کې د دوی پر سفارت باندی يوه گذار کې پاکستاني استخباراتو لاس درلود. پاکستاني څېړونکي رحيم اله يوسفزي ويلي دي، چې پاکستان او هندوستان په افغانستان کې يوې نه پخولاکېدونکې جگړې کې سره ښکېل شوي .

په نوي ډهلي کې د think tank په نامه ټولنی مشر بسکار مني چې، دا کار نه يواځی افغانستان بې ثباته کوي، بلکه د پاکستان او هندوستان پر لانجمنو اړيکو باندې لا زيات منفي تاثير کوي . ده د فرانسپرس آژانس ته زياته کړه : ټول دا ترهگري يرغلونه له پاکستان سره ارتباط لري، يا د مادي ملاتړ په توگه او يا ورته د پټی ځای برابرولو له اړخه.

پاکستان بيا دا خبره رد کوي، چې گويا له وسله والو سره مرسته کوي او د دې ادعا د ثبوت په خاطر،په پاکستان کې له طالبانو سره خپلو جگړو ته اشاره کوي، کومو چې په هغه ملک کې د ځان مرگي برېدونو او چاودنو لاری خپلی مبارزې سختی کړېدي .

د طالبانو د مشرانو وروستۍ نيونی او بندي کونی هم د دې گواه دي، چې گويا پاکستان د تندلارو راپرځولو ته ملا تړلې ده .

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند باسط دا هم په ډاگه کوي، چې بل هېڅ هېواد په افغانستان کې د صلحی دراتگ سره دغومره علاقه نه لري لکه پاکستان .

دپاکستان او افغانستان د پاره د امريکې د متحده ايالتونو ځانگړي استازي ريچارد هولبروک، تېره اونې کابل کې د وژل شوو هندوستانيانو په هکله وويل، چې دا مرگ ژوبله پر هندوستان باندی د حملې معنی لري .

هولبروک دپاکستان او هندوستان خپل منځي خبرواترو ته د هڅولو په لړ کې څرگنده کړه، دواړه ملکونه افغانستان کې روا علاقې لري، چې بايد ورپکښې ځای ورکړل شي.

د څېړونکو له نظره هندوستان غواړي په دې باندی ډاډه وي، چې تندلاري بيا په کابل کې واک نه شي ترلاسه کولی .

په هندوستان کې ويل کيږي : تندلارېتوب د هند د پاره يو کورنی گواښ دی، دوی اصلاً هندي مسلمانان هم بنست پالنی ته اړوي او ورسره پر هند باندی د زياتو ترهگري گذارونو خطر زياتيږي .

AFPE/عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري